د پاکستان انګرېزۍ ژبې یوې ورځپاڼې "دي نيوز " خبريال احمد نوراني نن د جمعې ورځې شا او خوا یوولس بجې له پنډۍ و اسلام اباد ته په لار وو چې له زيرو پواينټ سره نېږدې ورباندې ناڅرګندو کسانو برید کړی او هغه یې ژوبل کړی دی.
د جيو نيوز ټېليویژن د خبرونو څانګې مشر رانا جواد مشال راډيو ته وویل چې خبريال احمد نوراني تر برید وروسته د درملنې لپاره د اسلام اباد پولي کلينک روغتونته لېږل شوی دی.
نوموړی زیاتوي چې پر موټر سايکل سورو درو کسانو د هغه ګاډۍ درولی دی او له وړاندې درې کسان هلته موجود ول نو چې دی دغه ځای ته ورسېدلو نو د دیيې رابهر کړ او تشدد يې پرې وکړ.
د رانا په خبره دغه کسانو نوراني د اوسپنې په نلونو او ډندو وهلی ټکولی دی او د هغهپه سر کې ډېر زيات ټپونه دي.
دی وايي د نوراني ډرايور هم په چړو وهل شوی او ټپي دی. بریدګر تر حملې وروسته تښتېدلي دي او اوس به پوليس نورې پلټنې کوي.
بېلا بېلو مدني ټولنو، سياسي ګوندونو او سياسي غړیو پر خبريال حمله غندلې ده او دا يې په آزاد صحافت قدغن ګرځولی دی.
خبريالانو او د خبريالانو د حقونو لپاره کارکونکيو مختلفو تنظيمونو هم دا پېښه غندلې ده او له حکومته يې غوښتنه کړې ده چې د خبريالانو تحفظ لپاره دې موثره ګامونه پورته کړي.
د پېښې په اړه د پنډۍ اسلام اباد خبريالانو د سازمان مشر مبارک زيب وايي چې د اسلام اباد غوندې ښار کې په يو خبريال حمله کېدل د افسوس خبره ده.
د مبارک زيب په وینا دا د تشويش وړ خبره ده چې له يوه خبرياله د هغه د راېی څرګندولو حق په زوره، په دړکو او په بریدونو اخېستل کېږي.
(دا لړۍ له تېرې يوې يوه نیمې مياشتې راهیسې روانه ده. درې څلور اينکرز سره هم دا قسمه پېښې شوې دي. پر هغوی فشار اچول کېږي، صحافت په وفاقي ښار کې ګران شوی دی. نو موږ به څه د قبايلي سيمو او بلوچستان غوندې سيمو خبره وکړو. چې يو صحافې ته په وفاقي سر ښار کې د رايې څرګندولو حق نه شي مېلاوېدي نو د ملک د نور ښارونوبه څه ګيله کوو. دا ډېره د افسوس خبره ده.)
ياد سازمان نن ماښام په اسلام اباد کې د پېښې خلاف د احتجاج کولو اعلان هم کړی دی.
د پېښې په اړه د خبريال له ډرايوره ابتدايي بيان اخېستل شوی دی خو لا هم د هېچا پرضد مقدمه نه ده کښل شوې. د حملې په اړه د پوليسو پلټنې روانې دي.
ياده دې وي چې د خبريالانو د حقونو نړيواله ادارې ورلډ پريس فريډم ۲۰۱۷م کال رپورټ تر مخه د خبريالانو لپاره ګرځول شوي خطرناک ملکونو کې پاکستان په ۱۳۹ نمبر دی
د راپورونو تر مخه تېرو ۱۵ کلونو کې ۱۱۷ خبريالان وژل شوي دي.