تېره ورځ د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او د پنجاب صوبې اعلا وزیر شهباز شریف لندن ته رسیدلي و او خارجه وزیرخواجه اصف به هم دې غونډه کې ګډون کوي.
پخوانی وزیراعظم نوازشریف چې په سعودي عرب کې وو هغه هم تېره ورځ واپس لندن ته رسېدلی دی.
لندن ته د رسیدو پروخت د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په ملک کې تر وخت مخکې د ټولټاکنو کولو ګنګوسې هم رد کړي او ویې ویل چې نه په سازشي نظریو باور کوي او نه د دې لپاره په ملک کې ځای شته.
د نوازشریف خلاف پلټنې د چا په اشاره کېږي؟
بلخوا د پنجاب وزیراعلی شهباز شریف له مطبوعاتو سره په خبرو کې ویلي چې د شریف کورنۍ ترمنځ هېڅ اختلافات نه شته او په ملک کې به ټولټاکنې په خپل وخت کېږي.
د پاکستانیو مطبوعاتو په وینا چې لندن ته تللې د مسلم لیګ نون مشرتابه په مهمه غونډه کې به ملکي سیاسي صورتحال، د احتساب عدالت په کېسونو او په درېم نومبر د پخواني وزیراعظم عدالت ته د وړاندېکولو په امورو خبرې کېږي.
د پاکستان احتساب عدالت د نواز شریف د نیولو امر ورکړ
مطبوعات دا هم وایي چې په ملک کې روانو چېلنجونو په اړه به د پاکستان وزیراعظم او د پنجاب اعلا وزیر شهبازشریف به د ګوند مشر نوازشریف خبروي.
په دې لړ کې د سیمه ایزه چارو کار پوه او خبریال امتیاز عالم وایي، ''یو سوچ نوازشریف او لور مریم نواز روان کړی دی، هغوی وایي چې د ایین او د پارلېمان بالادستي پکار ده چې مطلب یې طاقت وره ادارې دي. بلخوا د نوازشریف ورور شهباز شریف دی چې وایي داسي به د ګوند لپاره نقصان وي ولې چې مسلم لیګ همېشه له اسټېبلشمنټ سره کار کړی دی نو اوس موږ څنګه له دې لارې اخوا شو، دا خو به نقصان وي نو د دوی د ګوند دا دوه رایې روانې دي چې اوس به د دې په اړه یو ځای کینې،ګورو به چې څه فیصلې کوي."
د پاکستان د واکمن ګوند په لندن کې دا غونډه په داسي حال کې ده چې د شریف کورنۍ پرضد دا وخت د پاکستان احتساب عدالت کې مقدمې روانې دي.