د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د فاټا ولس ته دې د اېف سي ار له تور قانونه خلاص کړل شي'


'د فاټا ولس ته دې د اېف سي ار له تور قانونه خلاص کړل شي'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:06 0:00

د جمعې په ورځ د خیبر ایجنسۍ په لواړګي کې د جمیعت علما اسلام(س) ډلې له خوا راجوړه شوې غونډه کې د جمعیت علمااسلام(س) مرکزي مشر مولانا سمیع الحق په خپله وینا کې وویل چې د ایف سي آر تور قوانین دې له منځه یوړل شي، قبایل آزاد نه غلامان دي، فاټا دې په خیبر پښتونخوا صوبه کې شامله کړل شي او قبایلو ته دې هغه حقونه ورکړل شي چې نورو پاکستانيو وګړو ته حاصل دي. پر دې مهال د خیبر ایجنسۍ د قامي اسمبلۍ غړي شاه جي ګل اپرېدي، د عوامي نېشنل ګوند د خیبر ایجنسۍ مشر شاه حسین شینواري هم وینا وکړه.

XS
SM
MD
LG