په پېښور کې چاودنه، لوړپوړی پولیس افسر وژل شوی دی
پېښور - د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور په حیات اباد کې د پولیسو پر ګاډي په برید کې د یوه لوړپوړي افسر په ګډون دوه کسان وژل شوي دي. د ژغورنې ادارې ویاند بلال فیضي مشال راډیو ته وویل، چاودنه د جمعې پر سهار له تاترې پارک او زرغوني جومات سره نېږدې هغه مهال شوې چې د پولیسو لوړپوړی چارواکی اې ای جي اشرف نور په خپل ګاډي کې دفتر ته روان وو. د پېښې په ځای کې له رسنیو سره په خبرو کې د پېښور پوليسو مشر طاهرخان د پوليس افسر اشرف نور د وژنې پخلی وکړ او ویې ویل چې دا ځانمرګی برید وو. په دې اړه د غلام غوث ویډیو وګورئ.