په کوټه کې چاودنې لږ تر لږه څلور تنه وژلي
د کوټې په سریاب سیمه کې په یوه بمي چاددنه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپي شوي دي.د کوټې په سریاب سیمه کې په یوه بمي چاددنه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپي شوي دي.د کوټې سول روغتون ویاند وسیم بیګ مشال راډیو ته پخلی وکړ چې تر اوسه څلور کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۲ نور ټپیان دي چې د ځینو پکې روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.