د جماعت اسلا مي ګوند د خېبر پښتونخوا امير مشتاق احمد خان مشال ريډيو ته وویل چې د فاټا انضمام او اصلاحاتو په حق کې لاريون به د دسمبر په لسمه نېټه د خېبر پاس نه پيلوي.
د نوموړي په وینا درې ورځني لاريون کې به د پېښور اسلام اباد تر مينځه لارو کې جلسې کوي او بيا به تر پارلېمانه ځان رسوي او هلته به تر نامعلومې مودې احتجاجي ناسته کوي.
(د فاټا ولس له تېرو سلو کاله راهیسې په داسې نظام کې ژوند تېروي چې په هغه کې هېڅ قسمه بشري حقونه نه شته،انصافت، تعليم، صحت، امن او ترقي نه شته تر دې چې د قامي رياست په وسايلو کې خپله برخه هم نه لري. وفاقي حکومت له قبايلو سره زياتې کوي او چې کوم لوظونه يې ورسره کړې وو هغې نهپه شا کېږي،افسوس خبره خو دا ده چې زموږ پارلمان د يو تن لپاره قانون سازي کوي خو د يو کروړ ولس لپاره قانون سازۍ ته نه دی تيار، نو د دې ظلم پرضد موږ دا لاريون او دهرنا کوو.)
افغانستان چې په دیر او چترال خپه نه شو نو په فاټا هم نه خپه کېږي. اسفندیار
د صوبايي امير په وینا چې په احتجاج او لاريون کې ګډون لپاره ټولو سياسي ګوندونه ته به بلنه ورکول کېږي چې پکې د جمعيت علماء اسلام (ف) ګوند هم شامل دی.
واضحه دې وي چې يو خوا په ملک کې مذهبي ګوندونو اتحاد (اېم اېم اې) بیا بحالېدو خبرې راونې دي چې پکې د جماعت اسلامي او جمعيت علماء اسلام (ف) هم شامل دي خو بل خوا د فاټا راتلونکې په اړه د دواړو ګوندونو دريځ بدل دی جماعت اسلامي قبايلې سيمه په خيبر پښتونخوا کې ورګډول غواړي او جمعيت ګوند وايي چې فاټا دې ځان له صوبه جوړه شي.
دا پوښتنه چې ايا جمعت علماء اسلام به د اتحاد له وجې د جماعت اسلامي د احتجاج ملاتړ کوي نو د دې په ځواب کې د خېبر پښتونخوا صوبايي وياند جليل جان مشال ريډيو ته وویل چې سياسي اتحاد او نورې خبرې پر خپل ځای خو د فاټا د راتلونکې په اړه هغوی په خپله خبره ولاړ دي.
((د انضمام په اړه موږ د جماعت اسلامي ملګرتيا نه کوو خو د فاټا اصلاحاتو په اړه چې څه وايي موږ ورسره ملګري يو ،اصلاحات د خلکو ضرورت دی او د فاټا ولس ورته په طمعه ناست دي ،موږ خو دا وايو چې متحده مجلس عمل کله جوړ شي او د دې سټينډنګ کمېټي چې کومه فيصله ورکړه او په فاټا يې کوم هم يو موقف ورکړو نو به ورسره هم اتفاق کوو.)
پی ټي ای د فاټا مقدمه سپریم کورټ ته یووړه
په پارلمان کې قبايلي استازې شاه جي ګل اپرېدی وايي چې هغوی به په دې لړ کې د جماعت اسلامي هر قسمه مرسته کوي او د دې احتجاجي ناستې برخه به جوړېږي.
(که حکومت له موږ سره لوظ وکړي او بيا په شا شي او د جمعيت علماء اسلام او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ خبره ومني او زموږ لپاره شوې فيصلې پرځای پاتې شي، نو زموږ بد قسمتي دا ده چې زموږ خپل خلک پښتانه په دې لار کې خنډان جوړ دي. جماعت اسلامي د فاټا د مستقبل او د فاټا د ولس په حق کې خبره کوي نو موږ به ورسره هر قسمه مرستې کوو او چې کوم ځای ته دوی ځي موږ به ورسره ځو.)
حکومت لخوا د سرتاج عزيز په مشرۍ د فاټا اصلاحاتو لپاره جوړې کمېټۍ راپور د کال نه زياتې مودې تېرېدو ورستو لا هم عملي شوی نه دی او په دې لړ کې د قبایلي سيمې ځوانانو او سياسي غړيو يو شمېر احتجاجونه او وزير اعظم تر څنګ د پوځي مشرانو سره ملاقاتونه هم کړي دي خو لا هم د قبايلي سیمې د راتلونکې فيصله معلومه نه ده.