مشال راډيو: پاکستان څنګه د افغانستان سره خپلې اړيکې ښې کول شي؟
حنا رباني کر: په پاکستان کې د مسلم لېګ (ن) حکمران ګوند له لومړي سره دا تاثر ورکړ چې له چين بغير، ټول ګاونډيان زموږ دښمنان دي. هند خو پخوانی دښمن دی. کابل يې هم دښمن کړ. ايران سره ډېره دوستي نشته. يوازې چين دوست ګڼل ښه ستراتيژي نه ده. افغانستان سره اړيکې بايد مخامخ جوړې شي. د واشنګټن له لارې بايد ورته رانه شو. موږ واشنګټن سره اړيکو ته هم د کابل سره د تعلقاتو له مخې ګورو. دا هغه څه دي چې اوس بېرته پر موږ راګرځي او خرابه اغېزه کوي. د پاکستان اوسنی حکومت پر پېښو د غبرګون ښودلو، بهرنۍ پاليسي پر مخ بيايي. په تياره کې لاس وهي.
که طالبان د پاکستان تر کنټرول لاندې وای نو د خپل حکومت پرمهال به یې ډيورنډ کرښه راسره منلی وای. ډيورنډ کرښه عملا يو سرحد دی خو موږ ولسمشر کرزي ته ويلي وو که يې تاسي همداسې متنازعه پريږدئ نو موږ ته پرې څه اعتراض نشته
مشال راډيو: خو آيا ستاسي د پيپلز ګوند د حکومت په وخت کې هم همدا حالت نه وو؟ هغه وخت خو هم له پاکستانه ګاونډيان خوشاله نه وو.
حنا رباني کر: موږ د خپل حکومت پر مهال پاليسي درلوده چې پاکستان بايد د ګاونډيانو سره داسې اړيکې ولري چې خوا او شا مو د دښمنانو پر ځای دوستان وي. موږ د سيمې هېوادونو ته ډېر سفرونه درلودل. موږ تل ويل چې د يو هېواد سره اړيکو جوړولو لپاره د بل هېواد سره بايړ اړيکې پرې نه شي.
مشال راډيو: خو افغان او امريکايي چارواکي وايي پاکستان بايد د وسله والو له ملاتړه لاس واخلي او طالبان د سولې خبرو ته په حاضرولو سره د سيمې امن لپاره خپل ښه نېت وښئ.
حنا رباني کر: لومړی بايد نړۍ پر دې پوهه شي چې طالبان د پاکستان په جېب کې نه دي. که داسې وای نو پاکستان به په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر مهال ډيورنډ کرښه رسمي کړې وه. په بهر او پاکستان کې ډېر خلک دا غلط باور لري چې طالبان زموږ موسيقۍ ته ناڅي. خو پاکستان پر دوی يو څه اثر لري. اسلام اباد کې بهرنۍ پاليسۍ جوړوونکي ګڼي چې د همکارۍ لپاره بايد وخت مناسب وي. خو زه وايم چې دا وخت ښايي لا واردمخه تېر شوی وي. که يو څه کولی شو بايد وي یې کړو ځکه چې د هرې ورځې په تېرېدو سره حالات نور خرابيږي.
مشال راډيو: تاسي وويل چې که پاکستان پر طالبانو کنټرول درلودای نو د هغوی د حکومت پر مهال به يې پرې ډيورنډ کرښه رسمي کړې وه. افغانستان دا کرښه نړېوالې پوله نه مني. نو آيا دا اوس چې کومه جګړه روانه ده، دا له دې وجې ده چې افغانستان ډيورنډ کرښه نه مني؟
حنا رباني کر: نه، بيخي نه! نه غواړم چې زما خبرې غلطې تعبير شي. هغه ما يو مثال ورکړ چې ثابته کړم چې که خلک فکر کوي چې طالبان د پاکستان خواږه دوستان يا ساتونکي دي نو زه وايم چې داسې نه ده. ما دا يوازې مثال ورکړ چې ډيورنډ کرښه د پاکستان لپاره له اوږده مهاله يوه موضوع ده. فکر کوم دا يوه سمه هيله ده. ګوره، د هند سره موږ د کشمېر مسله لرو. ډيورنډ کرښه هغې مسلې ته نه رسي. دا ډېره د حل وړ ده.
د تېر افغان ولسمشر، حامد کرزي سره هم موږ دا خبره کړې وه. هغه ته مو ويلي وو چې که ته غواړي دا مسله همداسې بې حله پاتې شي نو سمه ده. موږ دې سره څه ستونزه نه لرو. دا بايد د پاکستان خلاف ونه کارول شي. هر هېواد غواړي چې داسې متنازعه مسايلو ته حل راووځي. موږ دا کار د اعتماد سازۍ لپاره غوښت. داسې نه ده چې ډيورنډ کرښه د پولې په توګه فعاليت نه لري. لا واردمخه د پولې په توګه کارېږي. خو که تاسي غواړئ چې همداسې وي نو سمه ده. پاکستان له دې څه لاس ته راوړنه نه کوي.
مشال راډيو: افغان حکومت غواړي چې طالبان د سياسي بهير او بيا د حکومت برخه شي. نو آيا د اړيکو ښه کولو لپاره داسې نه شي کيدای چې پاکستان د افغانستان غوښتنې ومني او طالبان مذاکراتو ته حاضر کړي؟
حنا رباني کر: بدبختانه، د طالبانو په مسله کې امريکې او افغانستان هم خپل کار سم نه دی کړی. د طالبانو سره مذاکرات بايد داسې نه وي چې هسې په خوله ووايي. بايد دوی په څرګنده ويلی وای چې طالبانو سره مذاکرات کوو خو دا او هغه به ورته ورکړو. مطلب مې دا دی چې ټول تور پر پاکستان لګول د امريکې او افغانستان لپاره ډېر ارام کار دی چې کوي یې!
زه دا وايم چې کله افغانان د طالبانو سره مذاکراتو ته کښېني نو دوی ځان سره څه راوړي؟ زه د بهرنيوو چارو وزيرې په توګه په دې هر څه کې وم او اوس هم هر څه له نيزدي څارم. زما همېشنی احساس دا دی چې افغانانو وسله والو سره د سياسي روغې جوړې تګلاره سمه پر مخ نه ده وړې. يو طالبانو سره د مذاکراتو خبره ده او بل په دې مذاکراتو کې د عملي وړاندېزونو ورکول دي. دا نه دې شوي.