د ننګرهار په جنازه کې چاودنه، ۱۸ وژل شوي
د افغانستان په ننګرهار ولايت کې چاودنه شوی چې پکې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي دي. د والي ویاند عطا الله خوږياڼي مشال راډیو ته ويلي چاودنه د يکشنبې ماسپښين شاوخوا دوه بجې د بهسودو ولسوالۍ په مقام خان هديره کې شوی دی.د ننګرهار رنسيو دفتر ويلي چې په حمله کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۱۲ کسان ژوبل دي.