د لاسرسي ځای

تازه خبر

خواجه اصف: پاکستان دې نور پر امریکا په پټو سترګو باور نه کوي


د نوي کال په پيل کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د پاکستان په اړه تر بیان وروسته خواجه اصف د چارشبنې پر ورځ په خپل نوي تویټر پېغام کې واشنګټن ته د اسلام اباد د قربانیو یادونه وکړه او ویې ویل تاریخ ورته ښيي چې هېواد یې باید امریکا باندې په پټو سترګو باور و نه کړي.

نوموړي ویلي امریکا ترې پوښته کوي چې پاکستان څه کړې دي. د خواجه اصف په خبره هېواد کې یې زښته (سخته) وینه تویه شوې ده امریکا په افغانستان د پاکستان له مرکزونو اووه پنځوس زره، اته سوه( ۵۷۸۰۰ ) بریدونه کړي دي، هم له دغه هېواده یې ځواکونو ته وسله او نور سامان رسېدلی دی او په زرګونه ولسي وګړي او سرتېري یې د دوی په جګړه کې قربانیان شوي دي.

خواجه اصف په ټویتر پیغام کې وویل نور به پر خپل وقار سمجوته نه کوي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د سختو بيانونو تبادله د امريکا ولسمشر ډونلد ټرمپ د ټویټ وروسته پیل شوه.

ولسمشر ترمپ لیکلي ول چې امريکا په تېرو ۱۵ کلونو کې په احمقانه توګه پاکستان ته ۳۳ اربه ډالر ورکړي خو هغوی په ځواب کې هېڅ نه دي کړي بلکې دروغ يې ورته ويلي او دوکه يې ورته ورکړې ده.

امریکا لا د خواجه اصف د تازه بیان په ځواب کې څه نه دي ویلي.

په عین حال کې د چارشبنې پر ورځ په اسلام اباد کې د وفاقي کابينې په غونډه کې د امریکايي مشرتابه لخوا وروستي بیانونه د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره زیان رسوونکي وګرځول شول.

XS
SM
MD
LG