د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مسود ژغورنې غورځنګ پرلت سر له سبا پیلېږي


د ستونزو هواري لپاره د قبایلو لاریون پېښور ته رسېدلی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:54 0:00

د ستونزو هواري لپاره د قبایلو لاریون پېښور ته رسېدلی

د مسود ژغورنې غورځنګ تر سیوري لاندې یو احتجاجي لاريون چې د جنورۍ پر ۲۶مه له ډېره اسماعيل خانه پيل شوی وو، نن د شورو ورځ اسلام اباد ته ورسېدلو او سر له سبا یې د دهرنې لپاره تياری هم شورو کړي دي.

په دې احتجاجي لاريون کې د قبايلي سيمو زدکونکو سازمانونه، مدني فعالان، سياستوالان او د یو شمېر نور تنظيمونو غړي هم شامل دي.دوي له حکومته د وژل شوی تقيب مسود د قاتلانو د نيولو او په قبایلي سیمو کې ښخ شوو بمونو د لری کولو ، د لادرکه کړل شوو کسانو د موندلو او د پښتنو نورو حقونو لپاره احتجاج کوي. د لاريون مشر منظور مسود په اسلام اباد کې د خپلې دهرنې په اړه مشال راډيو ته وويل، دوی تکل لري چې لومړۍ دهرنا به د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته کوي او بیا به د پارلېمان ودانۍ مخې ته، بیا به سپریم کورټ ته او له دې سره سره به د پاکستاني پوځ هېډکوارټر او د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته خپل پرلت کوي او تر هغو به یې دا ناسته روانه وي چې غوښتنې یې نه وي منل شوې.

د مسود ژغورنې غورځنګ تر انتظام لاندې دا لاریون چې څلور ورځې مخکې پيل شوی ، د دې ګډونوالو د بنو، کوهاټ، پېښور، چارسدې، مردان او صوابۍ په ګډون يوشمېر ښارونو کې مظاهرې کړي او له خلکو يې غوښتي چې د فرورۍ په لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې پیلېدونکې دهرنه کې ګډون وکړي. د دې لاريون يو بل مشر محسن داوړ وايي چې د خيبر پښتونخوا له بېلا بېلو ښارونو، کوټې، کراچۍ او له قبايلي سيمو څخه به د خلکو قافلې نن د چارشنبې ماښام اسلام اباد ته رارسي او دوی ورله پوره انتظامات کړي.

د لاريون يادو ګډونوالو د ځينو تورونو په اړه حکومت څه نه دي ويلي دي خو د مسود ژغورنې غورځنګ په داسې حال کې لاريون ته دوام ورکړی چې اوولس ورځې مخکې په کراچي کې د نقيب الله مسود په نامه د جنوبي وزيرستان يو ځوان له ترهګرو سره د تړاو په تور د پوليسو لخوا ووژل شو چې د سيند حکومت لخوا تر پلټنو وروسته بې ګناه ثابت شو.

د نوموړي د وژنې تور د کراچۍ پوليسو په يو پخواني چارواکي راو انوار دی. د نقيب مسود په کېس کې د مطلوب راو انوار د نيولو لپاره د سپريم کورټ لخوا ورکړل شوې وروستۍ نېټه د سېشنبې په ورځ پای ته ورسېدله. له دې وروسته پاکستانۍ رسنۍ د اسلام اباد پوليسو له خولې وايي چې کراچۍ پوليسو د سېشنبې ورځ په اسلام اباد کې د راو انوار پر کور چاپه وهله خو نوموړی په کور کې موجود نه وو.

بلخوا د سيند وزيراعلا تيره ورځ په کراچۍ کې ويلي دي چې دوی ته مالومه نه ده چې راو انوار چيرته پټ شوی خو د ده په خبره هېڅ يو ملزم له قانونه طا قتور نه شي کېدلای.

نوموړي زياته کړه چې د راو انوار د نيولو لپاره هلې ځلې راوانې دي او په دې لړ کې يې د نورو صوبايې حکومتونو نه هم مرسته غوښتې.

XS
SM
MD
LG