د مشال خان پلار محمد اقبال اقبال د خپل زوی د وژل کېدو د قضيې په اړه د ترهګرۍضد عدالت د فيصلې هرکلی کړی خو ويلي چې د بري کړل شويو ۲۶کسانو پرضد به په پېښور های کورټ کې مقدمه کوي.
د خیبر پښتونخوا د هريپور ترهګرۍ ضد عدالت د چارشنبې پر ورځ د مشال خان د وژنې د قضیې په فیصله کې یوه تن عمران علي ته د مرګ، پنځو نورو ته د عمري بند او ۲۵ نورو ته یې د څلور څلور کلونو لپاره د بند سزا واوروله.
عدالت په قتل کې تورن ۲۶ کسان بري کړل.
تر دې فيصلې وروسته د چارشنبې په ماښام د مشال خان پلار محمد اقبال اقبال چې داوخت په لندن کې دی مشال راډیو ته په ټيلي فوني مرکه کې وويل چې دا فيصله د انصاف ورکولو په لړ کې يو ښه پیل دی.
ترهګرۍ ضد عدالت د مشال خان د وژنې د قضیې په فیصله کې یوه تن عمران علي ته د مرګ، پنځو نورو ته د عمري بند او ۲۵ نورو ته یې د څلور څلور کلونو لپاره د بند سزا واوروله.
نوموړي زياته کړه چې بري کړل شوي کسان د مشال خان د وژنې پر وخت په ويډيو يا تصويرونه کې په جرم کې د لاس درلودلو په حال کې په ډاګه شوي نو د هغو پرضد به د مقدمې پر مخ وړلو لپاره ډېر ژر په پېښور های کورټ کې اپيل وکړي.
ښاغلي اقبال زياته کړه چې د مشال خان تر قتل وروسته يې مجرمانه خاموشي خپله نه کړه بلکې خاموشه پاته کېدل ورته پخپله يو غټ جرم ښکاره شو نو ځکه يې غږ پورته کړ.
دده په وينا چې کوم غږ يې پورته کړ د هغه عدالت په خپله فيصله ورکولو سره تاييدکړ.
د يوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي زياته کړه چې اوس يې همدکورنۍ ژوندته خطر شته او د مشال خان تر وژل کېدو وروسته يې لوراني سکولونو او کالجونو ته د ويرې له وجې نه دي تللې.
له هغه و پوښتل شول چې د مشال خان په قتل کې تورنو کسانو ته د عدالت له لورې د سزا اورولو ارزښت څه دی؟
زما د زوی وژنه يوازينۍ پېښه نه وه بلکې د پېښور ارمي پبلک سکول ماشومان ووژل شول، پر باچان، عبدالولي خان او زرعي پوهنتونو حملې وشوې او د پښتنو پر خاوره د کرل شويو بارودو نتيجه ده.محمد اقبال اقبال
د محمد اقبال اقبال ځواب وو چې ددې ډېر زيات ارزښت دی خو دا کافي نه ده.
دده په خبره د مشال خان وژنه يوازينۍ پېښه نه وه بلکې د پېښور ارمي پبلک سکول ماشومان ووژل شول، پر باچان، عبدالولي خان او زرعي پوهنتونو حملې وشوې چې دده په وينا دا د پښتنو پر خاوره د کرل شويو بارودو نتيجه ده.
دده په وينا بايد واکمن ددې د مخنيوي لپاره اقدامات وکړي او که داسې وکړي نو دا به يې له خلکو سره يوه لويه ښېګړه وي.
مشال خان د ۲۰۱۷م کال د اپرېل پر ۱۳ مه د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې لسګونه بلوه ګرو زده کوونکیو مذهب ته د سپکاوي په تور و واژه خو وروسته د پولیسو په پلټنو کې د زده کوونکیو تور ناسم و بلل شو او کمېټۍ مشال خان بې ګناه وګرځاوه.