مشال خان پر خپله ټویټر پاڼه د پښتو دا شعر لیکلی وو،
ما په دار کړی چې منصور خلکو ته یاد شي
مودې وشوې څوک په دار نه دي ختلي
خو عجیبه دا ده چې د چارشنبې ورځ د عدالت قاضي د مشال د مرګ په جرم عمران نومي کس په دار د ځړولو سزا واوروله.
مشال خان د ایوب صابر یو شعر ټویټ کړی وو،
چې ژوندی ھم تاسو و ویشتم په کاڼو
اوس مې ولې ښکلوی د قبر کاڼي
ھم ھغسې وشول چې بلوه ګرو په وھلو ټکولو ھغه و واژه.
البته په صوابۍ کې د ھغه قبر په مزار بدل شوی دی او خواخوږي يې د قبر کاڼي او د ھغه فکر مبارزه ښکلوي.
مشال خان له ۲۰۱۲ کاله راھیسې بیا تر ۲۰۱۷ پورې ۸۰۷ ټويټونه کړي ول.
که ھغه و لوستل شي نو پکې یې سوچ، فکر، مبارزه، شوقونه او خوندونه ټول جوت شي.
د اردو شاعر فیض احمد فیض، غني خان، صابر شاه صابر او ایوب صابر شعرونه شته.
کوم کتابونه لولي پر ھغو خبره کوي، د وتلي ھندي سندغاړي کې اېل سهگل، د پښتو او ھندي له سندرو د خوند اخېستلو شېبې ھم له ملګريو سره شریکوي.
پر پاڼه يې د توکمپالنې ضد خبرې شته او یو ځای لیکي،
“زه بشر دوست یم”
یو بل ځای وايې،
“بشریت زما شھریت دی”
مشال خان د جبر په چاپېریال کې پر مبارزه او غږ پورته کولو یقین درلود او ښايي فکر کول، پوښتنه راپورته کول او مبارزه کول د ھغه یوازنۍ ګناه وه خو ھغه ته یې د قیمت ورکولو اندازه ھم وه نو ځکه يې ولیکل،
“ږغ بلاخره ستړی شي خو خاموشي د تل لپاره تازه وي”
پر خپله پاڼه یې د انګرېزۍ یو پوسټ لګولی دی چې پکې پوښتنه شوې ده،
که چیرې نن مړ شوې نو څوک به درباندې خپه شي.؟
مشال خان په ځواب کې لیکلي,
“ ھو زما په مرګ به یو څو کسان خپه شي”
تر مرګ شاوخو څوارلس میاشتې وړاندې یې پر ټویټر پاڼه د فیض احمد فیض د مشهوره شعر دا مصرعه لیکلې وه،
“ موږ له ھغو کسانو یو چې په نیمو تیارو لارو کې و وژل شول”