د لاسرسي ځای

تازه خبر

"دا څنګه ازادي ده، ترانې له وجې د مدرسې طالبانو لا تصويرونه راسره اخيستل"


پراګ - په اسلام اباد کې د پښتنو ۱۰ ورځنی پرلت که له يوې خوا ويناګانو تود ساتلی وو خو بل لور ته يوې ترانې "دا څنګه ازادي ده؟" درنې ته ژوند وربخښلی وو.

دا ترانه سندرغاړي شوکت عزيز ويلې ده او وايي چې خلکو ورسره دومره مينه وکړه چې ان د درنې له ځای سره نېږدې د يوې مدرسې طالبانو ورسره تصويرونه اخيستل.

د ده په خبره، کله چې اسلام اباد ته ورننوتل او ترانه غږېده نو ښځې به د بامونو له سرونو ورته لاسونه خوځول او په ګوتو به يې د کاميابۍ نښې راته جوړولې.

د سندري غاړي شوکت عزير مرکه واورئ

دا څنګه ازادي ترانې له وجې د مدرسې طالبانو راسره تصويرونه اخيستل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:19 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG