د لاسرسي ځای

تازه خبر

طلال چوهدري: پر احسان الله احسان به په پوځي عدالت کې مقدمه چلوو


احسان الله احسان
احسان الله احسان

د پاکستان د داخله چارو مملکت وزير ويلی چې د تحريک طالبان پاکستان نيول شوی پخوانی ویاند احسان الله به و نه بخښل شي.

دا خبره طلال چوهدري نن [جمعه] د پاکستان د سېنېټ په غونډه کې د سېنېټر فرحت الله بابر د يوې پوښتنې په ځواب کې وکړه.

بابر پوښتلي وو چې د احسان الله احسان پرضد مقدمه څنګه روانه ده او چيرې ساتل شوی دی.

طلال چوهدري وويل چې د احسان پرضد به په پوځي عدالت کې مقدمه چلول کېږي او هغه ته به معافي نه ورکوي.

نوموړي زياته کړه که د حکومت هغه ته د معافي ورکولو يا يې د خلاصولو اراده وه نو د هغه ويډیو به يې نه خپروله.

له دې وړاندې تېره ورځ [پنجشنبه] د پېښور هایکورټ د پاکستان وفاقي حکومت ته امر کړی و چې د وسله والو طالبانو پخوانی ویاند احسان الله احسان باندې دې مقدمه وکړي.

احسان الله احسان په پاکستان کې د شويو يو شمېر ترهګرو پېښو ذمه واري منلې وه چې پکې د ۲۰۱۴ م کال په ډيسمبر مياشت کې د پېښور ارمي پبلک سکول بريد هم شامل وو.

په هغه حمله کې تر ۱۴۰ زيات کسان وژل شوي وو چې پکې زياتره ماشومان ول.

د پاکساني پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پی ار) سږ کال په اپرېل مياشت کې اعلان وکړ چې احسان الله احسان ځان حکومت ته تسليم کړی دی او بيا يې د هغه يوه ويډیو خپره کړه چې پکې نوموړي پر خپلو جرمونو اعتراف وکړ.

خو کله چې داسې راپورونه خپاره شول چې حکومت احسان ته د معافي ورکولو اراده لري نو هغه وخت د پېښور ارمي پبلک سکول په بريد کې د وژل شويو ماشامونو کورنيو په پېښور های کورټ کې په دې اړه يوه مقدمه درج کړه.

سږکال د ډيسمبر په میاشت کې پېښور های کورټ حکومت ته امر وکړ چې احسان الله احسان دې نه خوشی کوي.

XS
SM
MD
LG