په دې شل اوریزو لوبو کې د پاکستان ترڅنګ یو شمېر نور نومیالي نړیوال لوبغاړي هم برخه اخلي.
لومړۍ لوبه به په پنجشنبهد پېښور له وخت سره سم د شپې پر لس بجې د پېښور زلمي او ملتان سلطان ترمنځ د دوبۍ په نړیوال کرکټ میدان کې ترسره شي.
د پاکستان سپر لیګ لوبې د پنجشبې له ورځې په متحده عرب اماراتو کې پیلېږي.
دا کال به د شپږو لوبډلو ترمنځ ټوبې ۳۴ لوبې ترسره کېږي چې درې لوبې به په پاکستان کې کېږي.
د پاکستان سپر لیګ پر ویب پاڼه د ورکړل شوو مالوماتو له مخې ، په دې درو لوبو کې به دوې په لاهور کې وي او پای لوبه یا فاینل به یې په کراچۍ کې ترسره شي.
په تېرو ټورنامنټونو کې پنځه لوبډلې وې خو د دې کال په پي ایس ایل کې د پېښور زلمي ، کویټه ګلېډیېټرز ، اسلام باد یونایټیډ ، کراچي کنګز او لاهور قلندرز تر څنګ شپږمه لوبډله ملتان سلطان شامل دي.
د پاکستان کرکټ بورډ – پي ایس ایل – په ۲۰۱۵م کال کې پیل کړی وو او دا یې دریم ځل دی.
تر دې وړاندې په ترسره شوو ټورنامنټونو کې لومړی اسلام اباد یونایټیډ او دویم پېښور زلمي ګټلی وو.
کویټه ګلېډیېټرز لوبډله دواړه ځله پای لوبې ته وتلی وه خو لومړی یې له اسلام اباد یونایټیډ او بیا له پېښور زلمي څخه ماته خوړلې وه.
پاکستان سپر لیګ د نړۍ مشهورو تجارتي ټورنامنټونو ته په کتو پيل شوی چې هدف یې کرکټ ته وده ورکول او نوي ځوان او وړتیا لرونکي لوبغاړي میندل دي.
په نړۍ کې د هند انډین پرېمیر لیګ یا – ای پي ایل – او د اسټرالیا بیګ بېش ډېر نوم لري.