منظور پښتین: نور په زوره تښتونې ودروئ
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو پر پاکستاني دولت ږغ کړی چې په زوره تښتونې ودروئ او قبایلي سیمو کې رسنیو ته د کار کولو اجازه ورکړئ. دا څرګندونې دوی د شمالي وزیرستان په میرلي کې یوې لویې ولسي غونډې ته کولې. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وویل چې نور پښتون ولس د خپلو حقونو د غوښتنې لپاره راپاڅېدلي دي او هېڅوک یې مخه نه نشي نیولی.