پراګ - د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د زیارت یا پنجشنبې پر ماخوستن په یوه بیان کې ویلي، که چا ورته د تحریک طالبان پاکستان د مشر ملا فضل الله په اړه معلومات ورکړل نو ورته تر پینځه میلیونه ډالرو پورې انعام ورکوي.
په بیان کې د جماعت الاحرار ډلې د مشر عبدالولي او د لشکر اسلام وسله والې ډلې د مشر منګل باغ په اړه د معلوماتو په بدل کې تر درېو، درېو میلیونه ډالرو پورې انعام ایښودل شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیان وايي، درې واړو وسله والو مشرانو ((د پاکستان او امریکا د ګټو پر ضد د بېشماره حملو ذمه وارۍ منلې دي)) او پر ملکي وګړیو، مذهبي لږکیو او امنیتي ځواکونو یې بریدونه کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا بیان پر داسې وخت خپور کړی چې د پاکستان د بهرنیو چارو سېکرټره تهمینه جنجوعه د امریکا په سفر ده.
په عین وخت کې د پنجشنبې پر ورځ رپورټونو وویل چې په کونړ کې په امریکايي ډرون برید کې د تحریک طالبان پاکستان یو لوړپوړی قومندان وژل شوی دی.
د طالبانو سرچینو مشال راډیو ته ویلي په هغه برید کې ټول ۲۳ وسله وال وژل شوي دي.
هلته په ډېره اسماعیل خان، پېښور او اسلام اباد کې استخباراتي سرچینو دعوه کړې چې په ډرون برید کې د ملا فضل الله زوی عبدالله وژل شوی دی خو تحریک طالبان پاکستان د دې خبر تصدیق نه دی کړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویلي چې د ملا فضل الله، عبدالولي او منګل باغ په اړه فکر کېږي چې ترهګر بریدونه یې کړي او یا د دې ډول بریدونو له لارې د امریکا او د هغه هېواد د وګړو امنیت ته لوی ګواښ پېښوي.
د ملا فضل الله په مشرۍ تحریک طالبان پاکستان په ۲۰۱۰ز کال کې د نیویارک په ټایمز څلورلاره کې د فیصل شهزاد په نوم د یوه وسله وال د ناکام برید، په ۲۰۱۴ز کال کې د پېښور پر ارمي پبلېک سکول د خونړۍ حملې او د نوبېل انعام ګټونکې ملالې یوسفزۍ د ویشتلو په ګډون د یو شمېر حملو ذمه وارۍ منلې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیان همداراز وايي چې د جماعت الاحرار مشر عبدالولي د یو شمېر حملو او په ۲۰۱۶ز کال کې په پېښور کې د امریکايي قونصلګرۍ د دوو پاکستانیو کارکوونکو د وژنې ذمه واره دی.
بیان زیاتوي چې منګل باغ د نشه يي موادو د قاچاق، د خلکو تښتونو او د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ پر لارو له خلکو څخه د پیسو یا باج اخیستو په ګډون افغانستان ته د ناټو ځواکونو لپاره پر سامان وړونکو ګاډو په بریدونو کې ککړ دی.
تحریک طالبان پاکستان، جماعت الاحرار او لشکر اسلام ډلو د امریکا د تازه بیان په اړه لا غبرګون نه دی ښودلی.
په کونړ کې د ډرون برید خبر او د درې پاکستانیو وسله والو ډلو د مشرانو په سر د انعام اعلان پر داسې وخت شوی چې د جنورۍ له پیل راهیسې د امریکا او پاکستان اړیکي ترینګلي دي.
خو په پاکستان کې د دفاعي چارو شنونکی او پخوانی جنرال طلعت مسعود وايي، داسې ښکاري د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ دوام لري او ښايي تعلقات عادي لوري ته روان دي.
مسعود زیاتوي چې که کابل، اسلام اباد او واشنګټن درېواړه پر یو بل باور وکړي او همکارۍ پیل کړي نو د سیمې ټوله نقشه او حالات بدلېدلای شي.
هلته د نړیوالو اړیکو شنونکی پروفیسر ډاکتر اعجاز خان ګڼي، دا ښايي تر وخت مخکې خبره وي چې ګواکې د واشنګټن، اسلام اباد او کابل تر منځ همکارۍ پیل شوې دي.