۱۹ کلنه فروزان په شاتو کورنۍ ساتي
د افغانستان د بلخ ولايت مرمل ولسوالۍ ۱۹ کلنه فروزان د شاتو کاروبار درې کاله وړاندې پېأ کړی و. فروزان پر زدکړو سربېره د شاتو موچۍ سمبالوي او تېر کال يې ۱۱۰ کلو شات راغونډ کړي وو. د دې په خبره په مستقبل کې د شاتو کاروبار ته وده ورکول غواړي او ورسره په اقتصادياتو کې زدکړي هم سر ته رسول غواړي.