د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د بجلۍ مرکزي اداره کراچۍ کې زیات شوی لوډشېډنګ څېړي


ګرمۍ ځپلې خلک (پخوانی عکس)
ګرمۍ ځپلې خلک (پخوانی عکس)

د کراچۍ یو بل اوسېدونکي محمد ارشد خان مشال راډیو ته وویل چې د دوي په سیمه کې یې داسې خاص وخت نه دی مالوم بلکې کله کله پکې دوې یا درې ورځې هم بجلي نه وي.

د پاکستان د بجلۍ مرکزي انتظامي ادارې د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په کراچۍ کې د ناڅاپي زیات شوي لوډشېډڼګ د وجوهاتو په اړه پلټنې کوي.

د یادې ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې اړه یې یو لوړپوړی پلاوی کراچۍ ته لېږلی چې د جمعې تر ورځې خپلې پلټنې وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې اړه په کراچۍ کې د بجلۍ د وېش کمپنۍ له خوا ورکړل شوي وضاحتونه کافي نه دي بلکې یاده اداره باید پوره مالومات لرونکی رپوټ وړاندې کړي.

بل پلو په کراچۍ کې مېشت شنونکی علي ارقم وايي ، د بلجۍ لوډشېډنګ په هغو سیمو کې زیات شوی چې عام خلک پکې ژوند کوي.

ده وویل ، “په صنعتي سیمو کې یې نه کوي خو چېري چې عام ولس ژوند کوي هلته د پخوا پرتله زیات شوی دی او ډېر مشکل یې دا دی چې پر نیمه شپه یا سهار بیخي وختي ځي نو ولس یې له ستونزو سره مخامخ کړی دی.”

د کراچۍ یو بل اوسېدونکي محمد ارشد خان مشال راډیو ته وویل چې د دوي په سیمه کې یې داسې خاص وخت نه دی مالوم بلکې کله کله پکې دوې یا درې ورځې هم بجلي نه وي.

په کراچۍ کې وار له مخه ګرمي پیل شوې ده او د تېر کال په اوړي کې هم د زیاتې ګرمۍ له کبله په سلګونه کسانو ژوند له لاسه ورکړی وو.

XS
SM
MD
LG