په پاکستان کې دمترقي ځوانانو ټولنې (پروګریسیو یوت الاینس) غړي وايي چې په کراچۍ کې امنیتي ادارو د دوی یوولس ملګري نیولي دي او ځنې نورو ته يې دړکې ورکړي دي.
دې ځوانانو د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنو په حق کې او په لاهور کې د تحریک د مشرانو د نیول کیدو پر ضد د کراچۍ پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهرې کړې وه.
په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګیوه غړي هاشم نن مشال ریډیو ته وویل، له کله چې تحریک په دغه ښار کې د جلسې اعلان کړی دی، له هغه راهیسې امنیتي ادارې د دوی ملګرو ته دړکې ورکوي او ځنې يې نیولي هم دي. نوموړی وايي، د ځينو ملګرو پر کورونو چاپې وهل شوې دي.
بل خوا د پاکستان کیڼلاسې سیاسي ګوند عوامي ورکرز پارټۍ د پروګریسیو یوت الاینس د غړیو نیول کېدل غندلي دي او غوښتنه يي کړی ده چې دوي دې زر تر زره خوشي کړل شي. د دغه ګوند د خیبر پښتونخوا مشر شهاب خټک وايي د خپلو غوښتنو لپاره اواز اوچتول د هر وګړي بنیادي حق دی. دی وايي وړاندې یې د حیدر اباد اووه ملګري ونیول او وروسته یې په کراچۍ کې بیا څلور ملګري ونیول. دی زیاتوي ریاست د خپلو نامالومو کسانو په لاس دا کارونه کوي او د دوی ملګري اوچتوي. نوموړي وویل دغه ناروا نیونې هغه خبرې ته تقویت ورکوي چې کله راو انور په کراچۍ کې نقیب مسود ووژلی نو د هغه تر شا ریاست ولاړ وو.
سیند حکومت یا په کراچۍ کې د امنیتي ادارو چارواکیو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې په پیښور او لاهور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ولسي غونډو نه وروستو په پاکستان کې د میډیا په ادارو هم ځني بندیزونه عملي شوي دي.