د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پښتین: مذاکراتو ته له کوټې تر چتراله استازي ټاکو


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي ، د مزاکراتو لپاره به له کوټې تر چتراله یوه نماینده کمېټۍ جوړوي.

منظور پښتین بېګا پر فېسبوک ولس ته په خپله وینا کې وویل، دا خبره یې د پنجشنبې په ورځ هغې جرګې ته کړې ده چې له دوی څخه د مذاکراتو په اړه پوښتنه کړې وه.

نوموړي د چارشنبې په ورځ د خیبر ایجنسۍ د جمرود په شاکڅ کې د پښتون قومي جرګې په نامه جوړې شوې غونډې ته وینا وکړه.

د هغې غونډې کوربه او له خیبره د قومي اسمبلۍ غړي شاه جي ګل اپرېدي وویل، یوه داسې جرګه جوړوي چې د حکومت او پښتون ژغورنې غورځنګ ترمنځ خبرو اترو ته لاره هواره کړي.

منظور پښتین دې جرګې ته د ورکړي ځواب په باب زیاته کړه، “موږ ورته وویل یوه داسې کمېټۍ جوړوو چې په هغه کې د جنوبي پښتونخوا، قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا د هرې ضلعې نماینده کسان ناست وي.”

نوموړي وویل، دا کمېټۍ به د دې خبرې پرېکړه کوي چې پښتون ژغورنې غورځنګ څه ډول مذاکرات کوي او له چا سره یې کوي.

ده وویل چې کمېټۍ جوړه کړي نو به یادې جرګې ته حال ورکړي خو دا یې و نه ویل چې کمېټۍ به تر څه وخته جوړه شي.

منظور پښتین په عین حال کې په سیند صوبه کې د خپلو ملاتړو د نیول کېدو پرضد په هغو ټولو ښارونو کې د پنجشنبې په ورځ د پرامن احتجاج اعلان کړی دی چې یاد غورځنګ پکې ملاتړي لري.

کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ۱۱ پلویان نیول شوي

نوموړي د خپلو نیول شوو ملاتړو نومونه یاد کړل او ویې ویل چې ریاستي ادارو دا کسان نیولي او پر هغوي تشدد کوي.

ده وویل، “ریاستي ادارو کریم پرهر، عطا اپرېدی، ډاکټر برکت الله برکي، ګل باز، زین العابدین، عمر ریاض، افتاب اشرف او بلاول بلوڅ نیولي دیی، کومو کسانو چې د دوی د راخوشېکولو لپاره احتجاج وکړ نو په هغوی کې یې یاسر ارشاد، فارس راج ، شېرازي او جلال خان ونیول.”

د هېڅ یوې ریاستي ادارې له خوا تر اوسه د دې کسانو د نیولو په اړه د منلو یا نه منلو څه رسمي خبر مخې ته نه دی راغلی.

منظور پښتین وویل، که څه هم د ده په وینا، ریاستي ادارې ور ته خنډونه جوړوي خو بیا به هم د سوات په کبل کې د اپرېل پر ۲۹مه اعلان شوې جلیه پر خپله ټاکلې نېټه ترسره کېږي.

پښتون ژغورنې غورځنګ تر سوات وروسته د مې میاشتې پر ۱۲مه نېټه په کراچۍ کې د یوې لویې ولسي غونډې کولو اعلان کړی دی.

دا ورځ په دې اړه مهمه ده چې د ۲۰۰۷م کال د مې پر ۱۲مه په کراچۍ کې د هغه وخت د چیف جسټس افتخار محمد چودري د بحالۍ پر تحریک وسله وال بریدونه شوي ول چې په یوه ورځ تر ۴۰ زیات پښتانه پکې وژل شوي ول.

د پاکستان د هغه وخت پوځي واکمن پروېز مشرف په هم هغه ورځ په اسلام اباد کې یو غونډې ته د وینا پر مهال داسې وینا کړې وه چې پښتنو ملتپالو په کراچۍ کې پر ولس د شویو ډزو په خوشالي تعبیر کړې وه.

پښتون ژغورنې غورځنګ وار له مخه له اوسني حکومته غوښتنه کړې ده چې په متحده عرب اماراتو کې ناست پروېز مشرف به هم عدالت ته وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG