په داسې حال کې چې د پاکستان د حکومت لخوا افغان کډوالو ته له هغه هېواده د وتلو د امر وروستۍ نېټه نږدې شوې، راپورونه وايي، د پولیسو لخوا چاپې زیاتې شوې دي.
د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵ز کال جنورۍ په پای کې په یو فرمان کې په راولپېنډۍ او اسلام اباد کې مېشتو افغانانو ته د مارچ تر پایه د هغو ښارونو د پرېښودو امر وکړ. حکومت وروسته خپل پلان اعلان کړ چې د مارچ له میاشتې وروسته به د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډونو لرونکي افغانستان ته ستنول پیل کړي. هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) افغانانو ته ورکړي ول.
د سلګونو زرو افغانانو په منځ کې، چې پاکستان یې له خپلې خاورې باسي، ډېر شمېر داسي افغانان هم شامل دي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د امنیتي ستونزو له کبله پاکستان ته کډوال شوي دي.
د پاکستان امنیتي ځواکونو افغان کډوالو ته د ټاکلي ضرب الاجل په درشل کې په راولپینډۍ کې لږ تر لږه ۹۲۳ افغان اتباع نیولي دي.
په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د شورا رییس میوند علمي وايي چې دا کسان په پاکستان کې د غیرقانوني کډوالو پر ضد د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.
میوند علمي د مارچ پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې په پاکستان کې دېره افغانان سخت تشویش لري او د پاکستان له حکومته غواړي چې دوی ته څو میاشتې نور وخت ورکړي چې نورو هیوادونو ته یې د تګ برخلیک څرګند شي.
د راپور له مخې، د دغو کسانو له منځه ۲۱۳ تنه افغانستان ته استول شوي دي. پاتې کسان د ښار په لمنه کې، د ګلړه موړ سیمې ته نږدې، د کډوالو په یو موقت مرکز کې ساتل کېږي.
د چارواکو په وینا، په نیول شویو کسانو کې د ۸۶ تنو ویزې پای ته رسېدلې، ۱۱۶ هغه کسان دي چې د "افغان اتباعو کارت" لري، او ۲۹۰ نور د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ (UNHCR) د راجستر سندونه لري.
پاکستان ناقانونه افغان کډوالو ته د مارچ ۳۱مه وروستۍ نېټه ټاکلې چې له دې هېواده په خپله خوښه ووځي. خو چارواکو ویلي، هغه افغانان چې د پاکستان د ملي ډیټابیس ادارې (NADRA) له لوري صادر شوي د POR کارتونه لري، د جون تر ۳۰مې پورې له پاکستان څخه د ایستلو له خطر سره نه مخامخ کېږي.
بل پلو، د بشري حقونو ډلې اندېښنه ښيي، او خبرداری ورکوي چې دا پراخې شړنې به زرګونه افغانان، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، او هغه کسان له جدي ګواښونو سره مخامخ کړي، چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته تښتېدلي دي.
په همدې حال کې د خبریالانو د ملاتړ سازمان له پاکستانه د افغان خبریالانو د نه ایستلو غوښتنه وکړه.
دې سازمان په پاکستان کې د دیره افغان خبریالانو پر وضعیت اندېښنه ښوولې او د پاکستان له حکومت څخه یې غوښتي چې پر هغوی فشارونه پای ته ورسوي او له خپلې خاورې څخه یې ونه باسي.