د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد او کابل راشه درشه زیاتوي


د حنيف اتمر په مشرۍ د افغانستان لوړپوړي امنیتي پلاوي د پاکستان قامي سلامتۍ مشير ناصر جنجوعه سره د لیدو مهال. ۲۷م مې ۲۰۱۸
د حنيف اتمر په مشرۍ د افغانستان لوړپوړي امنیتي پلاوي د پاکستان قامي سلامتۍ مشير ناصر جنجوعه سره د لیدو مهال. ۲۷م مې ۲۰۱۸

د افغانستان قامي سلامتۍ مشير حنيف اتمر د اتوار/یکشنبې په ورځ د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د قامي سلامتۍ مشير ناصر جنجوعه سره په اسلام اباد کې جلا جلا ملاقاتونه کړي او د سيمې امنيت او کرارۍ علاوه د خپلمنځيو مرستو زياتولو په چارو يې ورسره خبرې کړې دي.

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو څانګې ای اېس پي ار پر خپله خبرپاڼه کښلي د یکشنبې په ماسخوتن د افغانستان قامي سلامتۍ مشير حنيف اتمر د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره ملاقات وکړو او د افغانستان - پاکستان سولې او کرارۍ پر پلان يې خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې دواړه غاړې پر دې سلا شوې چې د خپلمنځيو کاري ډلو راشه درشه تېزه کړي او د دوه اړخیزو امنيتي مرستو په زياتولو سره به د وسله والو د حملو تر ډیره حده مخه ونيول شي.

بلخوا په اسلام اباد کې د افغانستان سفارتخانې ېو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته ووېل چې د پوځ مشر سره ملاقات نه وړاندې حنيف اتمر سره د خپل پلاوي چې پکې د استخباراتي ادارې اېن ډي اېس مشر معصوم ستانکزۍ او په اسلام اباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخيلوال شامل وو د پاکستان د قامي سلامتۍ مشير ناصر جنجوعه سره هم ليده کاته وکړل چې پکې د امن او قلارۍ د هغې تګلارې په باره کې غور وکړې شو چې پرې په نزدې وخت کې سره دواړه ملکونه صلاح شوي وو.

د ذکر ده چې د مې په ۱۴ مه د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي د پاکستان خارجه سکرېترې تهمینه جنجوعه سره په اسلام اباد کې ملاقات کړې وو او ورسته په جاري کړې ېوې ګډه خبرپاڼه کې ويلي ول چې د ترهګرۍ ځپلو لپاره يې د دوه اړخيزو همکاريوو پلان بشپړ کړی دی او د دې پلان لاندې به شپږ کاري ډلې په بېلابېلو برخو کې شريک کار کوي.

د پاکستاني چارواکو سره ملاقاتونو پحقله خبریال او په افغان چارو نظر لرونکې طاهر خان، وايي د پاکستان او افغانستان ترمېنځه د دواړه خيزه خبرو لپاره ېوه نوې تګلاره جوړا شوې چې پکې پنځه (۵) ګډ ګروپونه جوړ شوي او اووه (۷) د هغې لپاره بنېادي اصول ټاکل شوي چې د عملي کولو لپاره يې په اسلام اباد کې خبرې اترې شورو شوي.

خو په پيښور کې د سيمه ييزو چارو کارپوه شميم شاهد وايي اسلام اباد هم غواړي له کابل سرهخپلې ټولې شخړې په خبرو هوارې کړي ځکه چې پاکستان دا وخت له نړيوال فشار سره مخامخ دی.

د یادونې ده چې د اپرېل پر شپږمه نېټه د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي کابل ته تللی وو. هلته یې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سره سلا کړې وه چې د ترهګرۍ پروړاندې مبارزې لپاره پیل کړی پلان به ژر عملي کوي.

بلخوا د وزيراعظم هاوس سرچينې وايي د ملاقات پرمهال د ناصر جنجوعه وينا وه چې پاکستان به په سياسي، تجارتي، معاشي او په ولسي کچه د رابطو له زياتولو سره سره په مختلفو څانګو کې به خپلې مرستې جاري ساتي او دواړو خواو دا ومنله چې امن د دواړو ملکونو ګډ ضرورت دی.

نور ولولئ

اتمر: پاکستان دې افغان سوله نه منونکي طالبان وباسي

د افغانستان حکومت د فاټا په خیبر پښتونخوا ګډېده رد کړل

طاهري: افغان او پاکستاني علماء د افغانستان پر سوله غونډې کوي

XS
SM
MD
LG