د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ نیول شوي غړي لا هم بندیان دي


Manzoor Pashteen
Manzoor Pashteen

پراګ - د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي ، امنیتي ادارو په میرلي، بنو او اسلام اباد کې د یاد غورځنګ غړي نیولي دي او په جیلونو کې یې ورباندې تشدد کړی دی.

منظور پښتین دا څرګندونې د جمعې په ماښام پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه په ژوندۍ وینا کې کړې دي.

نوموړي وویل چې که د پاکستان ریاست د دوي غوښتنې نه مني او د زور او تشدد پالیسي نه بدلوي نو دوي به خپله مقدمه ملګرو ملتونو ته یوسي.

دا په داسې حال کې ده چې د غورځنګ د مشرانو په وینا ، د پاکستان امنیتي ادارو په میرعلي ، بنو او اسلام اباد کې د پشتون ژغورنې غورځنګ تر ۴۰ ډیر غړي نیولي دي.

د غورځنګ یو مخکښ خان زمان کاکړ بیګاه مشال راډیو ته وویل ، د اسلام اباد پولیسو د پي ټي ایم ۳۷ غړي نیولي دي او د څوارلسو ورځو لپاره يې د اډیالې جیل ته په جوډیشل ریمانډ لیږلي دي.

ده وویل چې پولیسو د هغه په ګډون د غورځنګ د یو شمیر مشرانو پرضد مقدمې هم درج کړې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په دې نیول شویو کې ډیر د پوهنتونو داسې زده کوونکي دي چې امتحانونه یې روان دي او له دوي سره د حقونو دفاع کوونکي هم بندیان دي.

په اسلام اباد کې د کوهسار تاڼې د پولیسو مشر (ایس ایچ او) خالد اعوان مشال راډیو ته وویل، چې ۳۷ کسان يي نیولي دي او د نورو د نیولو لپاره چاپې وهي.

خالد اعوان زیاته کړه چې نیول شویو کسانو د پاکستان د ریاست او پوځ پرضد شعارونه ورکول.

هغه وویل، “ دا هلکان د خلکو ذهنونه بدلوي ، په ښکاره خو د دوي ایجنډا د ورکو کړل شویو خلکو خبره یا په قبایلي سیمو کې د ظلم خبره وي ، خو په دې کې بلوچ هلکان هم دي او د نورو ضلعو هم ، دا ټولې د ریاست ضد هلې ځلي دي ، نو د ښار د مجسټریټ په حکم مو دوي نیولي دي.”

پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې د ماوراي عدالت قتلونو ، ورک کړل شویو خلکو عدالت ته د وړاندی کولو او د پشتنو په سیمه کې د خلکو د ځان او مال د حفاظت یقیني کولو غوښتنه کوي.

د غورځنګ او ریاستي چارواکیو تر مینځ وخت په وخت خبري شوي دي خو لا څه ګټه ورې نتیجې يي نه دي برسیره شوی.

XS
SM
MD
LG