د لاسرسي ځای

تازه خبر

شاد بېګم: سیاسي ګوندونو مېرمنو ته سم استازیتوب نه دی ورکړی


د مېرمنو د حقونو مبارزه شاد بېګم
د مېرمنو د حقونو مبارزه شاد بېګم

په پاکستان کې د مېرمنو د حقونو لپاره کارکوونکې فعالې وايي ، په کار ده چې سیاسي ګوندونه په انتخاباتو کې مېرمنو ته سم استازيتوب ورکړي.

دوي وايي ، که څه هم د انتخاباتو کمېشن دا ځل په راتلونکو عامو انتخاباتو کې د مېرمنو برخې زیاتولو ته پام کړی دی خو سیاسي ګوندونه دې ته جدي نه دي.

دوي وايي ، سیاسي ګوندونو پر هغو سیټونو مېرمنې درولې دي پر کومو چې د دوي د ګټې امکان د نه برابر وي.

د مېرمنو د حقونو لپاره کارکوونکې شاد بېګم وايي ، دوي د انتخاباتو د کمېشن تر یاد اعلان وروسته ډېر خوشاله او هیله من وو خو اوس ناهیلي شوي دي.

شاد بېګم وویل، “سیاسي ګوندونو باید په هغو ځایونو کې مېرمنې درولې وای په کومو ځایونو کې چې د ګوند د اکثریت وای خو داسې ښکاري چې دوي په دې کې له بد نیتۍ کار اخیستی دی.”

د مېرمنو د حقونو لپاره مبارزه کوونکې سیده فیروز وايي ، سیاسي ګوندونو په دې انتخاباتو کېمېرمنو ته پنځه فیصده زیات سیټونه یوازې د دې لپاره ورکړي دي چې ځان ته قانون جواز جوړ کړي.

سیده فیروز وویل، “ دوي له قانون څخه ځان خلاصوي او چېرې یې هم مېرمنو ته سم استازیتوب نه دی ورکړی او یوازې په هغ ځای کې ښځې رامخ ته کوي په کوم ځای کې چې د دوي ملاتړي کم وي او سیټ نشي ګټلای”.

د انتخاباتو د کمېشن ویاند الطاف احمد مشال راډیو ته وویل، د دوي له خوا د پنځه فیصده شرط هدف هم دا وو چې د مېرمنو استازیتوب وشي او هغوی هم په قانون سازي کې برخه واخلي.

الطاف احمدزیاته کړه چې که سیاسي ګوندونه د قومي او صوبايي اسمبلۍ پر سیټونو پنځه فیصده مېرمنو ته ورکړي له دې سره به د مېرمنو حوصله افزايي وشي او هغوی به سیاست ته راشي.

خو د مېرمنو د حقونو لپاره دا کارکوونکې پر دې هر څه سربېره دې ته هم خوشاله دي چې له دې سره به په پښتنه ټولنه کې بحث پیل شي او خلک به په دې پوه شي چې په عامو انتخاباتو کې د مېرمنو ګډون هم ضروري دی.

شاد بېګم وايي ، دوي له سیاسي ګوندونو شکایت لري خو د انتخاباتو کمېشن دې ګام ته د قدر په سترګه ګوري چې د هر ګوند لپاره یې دا شرط یښی چې پنځه فیصده عام سیټونه به مېرمنو ته ورکوي.

شاد بېګم وویل، “زما په خیال خو دا د پرمختګ او په انتخاباتو کې د مېرمنو د ګډون پر لور یو مهم قدم دی هغه ځکه چې زموږ زیات خلک لا هم دې ته تیار نه دي چې مېرمنې دې نېغ په نېغه په انتخاباتو کې برخه واخلي”.

سیاسي ګوندونو که څه هم د انتخاباتو کمېشن د پنځه فیصده شرط پر ځای کولو لپاره مېرمنو ته د پخوا پرتله زیات ټکټونه ورکړي دي خو په پښتنه سیمه کې فعالو زیاتره ګوندونو د پېښور ، کوټې ، مردان ، چارسدې او سوات په څېر پر لویو او مهمو سیټونو مېرمنو ته ټکټونه نه دي ورکړي.

XS
SM
MD
LG