اسفندیار خان وايي په ټاکنو کې پښتانه مشران په نښه شوي
عوامي نېشنل پارټۍ د ۲۰۱۸ ز کال ۲۵م جولای انتخاباتو نتیجې سر تر پایه مسترد کړې دي او وايي چې له دوی سره پکې غټه ټګي او درغلې شوې ده او د دې هر څه ذمه وار یې پر نګران صوبايي حکومت، الیکشن کمیشن او د پاکستان پوځ ګرځولی دی. د ګوند مشر اسفندیار ولي خان وویل چې په دې انتخاباتو کې یواځي پښتانه مشران په نښه شوي دي او هغوی له پارلېمانه بهر ساتل شوي دي. نوموړي دا څرګندونې نن د جمعې په ورځ په چارسده کې د خپل ګوند د مرکزي مشرانو تر یوې غونډې ورستو مطبوعاتو ته کولې.