د پاکستان په سیاسي تاریخ کې پښتون ملتپاله ګوندونو د قامي حقونو، صوباي خپلواکۍ ، وسیلو د منصفانه تقسیم او جمهوریت لپاره ډیر مهم کردار لوبولې دی خو د دوه زره اتلسم په انتخاباتو کې دغه ګوندونه له لويې ماتې سره مخامخ شوي دي.
د انتخاباتو د وروستیو نتیجو تر مخه د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند محمود خان اڅکزي او د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد شیرپاو په خپلو خپلو څوکیو ماتی خوړلې ده.
درې واړو ګوندونو انتخاباتي نتیجې رد کړي او په انتخابي عمل کې يي د لویو درغلیو تورونه لګولي دي. الیکشن کمیشن دغه تورونه ردوي.
د عوامي نېشنل ګوند یو مشر او پخوانی سېنېټر افراسیاب خټک وايي د پاکستان پوځي اسټیبلیشمنټ د خپلې خوښې د نتیجو ترلاسه کولو لپاره په انتخابي عمل کې په هره کچه مداخلت کړی دی، چې له مخې يي ملتپاله او جمهوري ګوندونه له پارلېمانه لیرې ساتل شوي دي.
دا خو موږ له وړاندی ویلي ول چې درغلي به کېږي. له دوه زره څوارلسم کاله چې د نوازشریف پرضد څه وشو، مقدمې وچلېدلې، احتجاجي پرلتونه وشو نو دا څه اتفاق نه دی. په داسې حال کې به رڼې ټاکنې څنګه کېدلې؟ د پېښور په حلقه وګورئ د حاجي علام احمد بلور په مقابله کې چې کوم کاندید ولاړ وو نو هغه یو مقامي سړی دی او کوم لوي سیاسي رهبر نه دی خو بیا يې هم ۷۲۰۰۰ ووټونه اخیستي دي.
خو په بریتانیا کې میشت لیکوال او شنونکې رشید خاطر وايي، په انتخاباتو کې د درغلیو سره سره په ملتپاله ګوندونو دننه ځینې تنظیمي ستونځې هم شته، چې د دوی د ماتې سبب ګرځېدلي دي. د نوموړي په وینا له تنظیمي پلوه ملتپاله ګوندونه او په ځانګړی توګه عوامي نېشنل پارټۍ ډېره کمزورې ده. او بل هغه خلک يې د پارټۍ په تنظیمونو کې کېنولي دي چې ډېر تابعدار دي.
بلخوا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مرکزي مشر او پخوانی سېنېټر رضا محمد رضا واييداسې نه ده چې ګوند يې په خپله حکومتي دوره کې د ولس خدمت نه دی کړی بلکې بنیادي ستونځه دا ده چې د پاکستان واکمنو خلکو پښتانه مشران په پارلېمان کې نه لیدل غوښتل.
بنیادي خبره داده چې پښتانه مشران دوی له پارلېمانه بې برخه کاوه او دوی يې بې دخله کول غوښتل. دوی یو دایمي مارشل لايي نظام جوړول غواړي. فضل الرحمان دی، که محمود خان دی او که اسفندیار او شیرپاو، دوی په خپلو سیمو کې دومره حمایت لري چې په دوو حلقو کې په یوه خامخا کامیابېږي. په دې سیمه کې داسې حالات راروان دي، افغانستان دی، هندوستان دی او په دې کې د دې مشرانو یو کردار دی نو دوی د هغه مخه ونیوله.
ځني کارپوهان واييچې د قامي حقونو د ګټلو او د پاکستان په سیاسي چاپیریال کې د خپل اواز قوي کولو لپاره ملت پاله ګوندونه باید د وخت د غوښتنو سره سم ولاړ شي، د نوي کهول پوښتنو ته ځواب ووايي او د هغوی سیاسي روزنه وکړي. په دغه اړه یو ځوان کارپوه رفیع الله کاکړ وايي:
زما دا فکر دی چې دوی داسې یو نوی ویژن یا نوې سیاسي پروګرام ولس ته نه دی راوړې نو ځکه دوی په مشکل کې دي. د پښتون قام لپاره د پاکستان په فیډرالي فریم ورک کې د دوی څه ویژن دی؟ څه کول غواړي؟ په دا شل کاله کې ولس بدل شوی دی، سماج بدل شوی دی؟ ځوانان راغلي دي، ټیکنالوجي راغلې ده او دملتپاله ګوندونو د سیاست انداز ډېر زوړ دی.
د یادونې وړ ده چې د هند تر وېش وړاندې او وروستو په دواړو دورونو کې د پښتون ملتپاله ګوندونو مشرانو د سیاسي او جمهوري حقونو لپاره مهم کردار لوبولی دی او په دغه لاره کې يې مشران د قید او بند تر سختیو تېر شوي دي.