د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلامي دولت ۲۵۰ وسله وال افغان عسکرو ته تسلیم شوي


جوزجان کې تسلیم شوي داعشیان
جوزجان کې تسلیم شوي داعشیان

د افغانستان د جوزجان ولایت ځايي چارواکو د اګست پر لومړۍ نېټه ویلي چې له داعش وسله والې ډلې سره تړلي ۲۵۰ وسله وال کسان حکومت ته تسلیم شوي دي.

چارواکي وايي تر دې یوه ورځ وړاندې هم د یادې ډلې ۲۵ غړي حکومت ته تسلیم شوي وو.

د جوزجان ولایت چارواکو دا هم ویلي چې په درزاب ولسوالۍ کې د داعش وروستی مرکز هم طالبانو نیولی دی.

د جوزجان د درزاب ولسوالۍ امنیه قومندان تورن محمد اسماعیل د چارشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې د داعش وسله والو د تسلیمیدو لړۍ روانه ده او د تسلیم شویو کسانو شمېره مخ په زیاتېدو ده.

نوموړی وايي، داعش ډله د طالبانو په وړاندې له ماتې سره مخ ده او اړه شوې چې حکومت ته ځان تسلیم کړي.

محمد اسماعیل دا هم وویل چې حکومتي ځواکونه اوس هڅه کوي چې د درزاب ولسوالۍ نه تسلیم شوي داعش وسله وال د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ته ورسوي.

نوموړي زیاته کړه چې ، " تېره شپه په مغل او والقاني کلیو کې داعش وسله وال د طالبانو په محاصره کې وو، جګړې زور واخېست، دا چې داعش د طالبانو سره د جنګ توان نه درلود، اړ شول چې حکومت ته تسلیم شي."

د ده په وینا ، تر اوسه ۲۰۰ داعش وسله وال تسلیم شوي چې پکې د دوی دوه تنه مشران مولوي حبیب الرحمان او مفتي نعمت هم شامل دي.

په عین حال کې طالبانو ادعا کړې ده چې د تېرې شپې په جنګ کې یې د داعش ۶۲ وسله وال چې د دوي په وینا ۲۱ پکې بهرنیان هم دي، د وسلو او نورو مهماتو سره د طالبانو لاسو ته ورغلي دي.

افغان ځواکونو ویلي چې په تېرو څو ورځو کې یې د داعش ډلې شاوخوا درې سوه وسله وال وژلي او ټپي کړي دي.

دوی هم دا رنګه د ۱۳ نورو داعش وسله والو د وژلو ادعا هم کوي او دا هم وايي چې ۵۰ تنه نور یې تر اوسه ترې تم دي چې په هغو کې هم بهرنیان شامل دي.

د جوزجان ولایت ځايي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د بادغیس، بلخ، غور، جوزجان، بدخشان او کندز ولایتونو د وسله والو طالبانو په یو لوی تشکیل سره په درزاب ولسوالۍ کې د داعش خلاف په جګړه کې برخه واخیسته.

دا په داسې حال کې ده چې، افغان ولسمشر اشرف غني ویلي، داعش به په افغانستان کې له منځه یوړل شي.

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن لس ورځې مخکې په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د طالبانو او داعش تر منځ جنګ روان دی او دوی دا کار هڅوي، ځکه د ده په خبره داعش باید له منځه لاړ شي.

XS
SM
MD
LG