د پخوانيو قبایلي سیمو په خيبر پښتونخوا صوبې تر ورګډېدو وروسته د خاصه دارو اتحادیې د حکومت لخوا د خاصه دارۍ نظام د ختمولو پر خپرو شويو خبرونو اندېښنه ښودلې ده.
دې اتحاديې په دغه لړ کې له خپلې خوا د يوې تګلارې ټاکلو لپاره د صوبېدارانو او نايب صوبېدارانو يوه غونډه رابللې ده.
د خاصه دارو اتحاديې مشر سيد جلال وايي، د حکومت هېڅ يوه داسې پاليسي به و نه مني چې د زرګونه خاصه دارو نوکرۍ په خطر کې اچوي.
نوموړي دا خبرې د مشال راډيو له خبريال غلام غوث سره په يوه مرکه کې تر هغه وروسته کړې چې په دا وروستیو کې پاکستانيو ورځپاڼو د خيبر پښتونخوا د کورنیو چارو محکمې په حواله خبرونه خپاره کړي ول چې حکومت زرګونه خاصه دار له نوکريو فارغوي.
مرکه دلته واورئ
سيد جلال وايي په پخوانۍ فاټا کې نېږدې ۱۸ زره خاصه دار ځواکونه د سیمې په امنیت بوخت دي، په سلګونه یې په ترهګرۍ کې وژل شوي دي او دوی به کله هم دا و نه مني چې د قلم یوې کرښې په راکاږولو به یې یوڅوک له روزګاره بې برخې کړي.