د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قامي او ۳ صوبايي اسمبلیانو نویو غړیو لوړه وکړه


پاکستان پارلېمان
پاکستان پارلېمان

نن دوشنبه د پاکستان قامي اسبملۍ د خېبر پښتونخوا، بلوچستان او سیند صوبايي اسمبلیانو لپاره نویو ټاکل شویو استازیو د خپلې راتلونکې پارلېماني مودې لپاره لوړه وکړه.

د پنجاب صوبايي اسبملۍ نوي منتخیب شوي غړي به د روانې اګست میاشتې پر ۱۵ نېټه سوګند کوي.

قامي اسمبلۍ به له دې پس د نوي سپیکر او مرستیال سپیکر ټاکلو لپاره غونډه کوي. دا مهال د پاکستان قامي اسمبلۍ کې تحریک انصاف له ۱۵۸ څوکیو سره تر ټولو مخکې دی او نوی حکومت به هم د دغه ګوند په مشرۍ کې جوړېږي.

له خپلو صوبايي ګورنرانو څخه تر سوګند کولو پس به اوس دغه پارلېماني غړي د خپلو اسمبلیانو لپاره د سپیکر او مرستیال سپیکر څوکیو لپاره خپل پلوي غړي غوره کوي.

په قامي اسمبلۍ کې د سوګند پورته کولو ورستو د عوامي نېشنل ګوند امير حېدر خان هوتي مشال راډيو ته وويل چې د متحده اپوزيشن له ګوندونو سره به په ګډه هغه ټولې ستونزې په پارلېمان کې راپورته کوي په کومو چې ورته انديښنې دي.

د پيپلز ګوند د کورمې ضلعې منتخب استازې ساجد حسېن توري وايي د پخوانیو قبايلي سيمو له ټولو منتخبو استازیو سره به په ګډه د خپلو سيمو احساس محروميانې ختمولو لپاره کوښښونه کوي.

له شمالي وزيرستانه منتخب شوی پارلماني استازی محسن داوړ وايي د پښتون ژغورنۍ غورځنګ په جلسو جلسونو کې چې کومې غوښتنې کولې نو هم هغه غوښتنې به اوس د پارلیمان دننه کوي او حکومت به دې ته مجبوره وي چې دغه غوښتنې يې ومني.

د جميعت علماء اسلام فضل الرحمن ډلې مولانا جمالدين وايي تحريک انصاف ګوند له ولس سره ډېرې وعدې کړي دي که په واک کې راغلل نو نه یوازې هغه وعدې به وریادوو بلکې په سيمو کې چې ولس د کومو ستونزو سره مخامخ دې نو د هغې د هوارولو لپاره به اواز پورته کوي.

د پاکستان تحريک انصاف لخوا د قامي اسمبلۍ لپاره ټاکل شوې اميدوار اسد قیصر وايي نه یوازې له اپوزيشن ګوندونه سره به په شريکه د ملک د ودې لپاره کار کوي بلکې له ولس سره يې چې کومې وعدې کړي نو د هغې د پوره کولو به هم پوره کوښښونه کوي.

د ذکر ده چې د قامي اسمبلۍ سپيکر او مرستيال سپيکر ټاکنه به د اګست پر پنځلسمه (۱۵) او د وزيراعظم ټاکنه به په شپاړسمه (۱۶) نېټه کېږي.

پاکستان تحريک انصاف ګوند چې په پارلمان کې تر ټولو زياتې ېو سل اته پنځوس (۱۵۸) څوکۍ ترلاسه کړي دي د وزيراعظم عهدې لپاره عمران خان او د سپيکر لپاره يې اسد قیصر ټاکلی دی.

بلخوا متحده اپوزيشن ګوندونو د وزيراعظم عهدې لپاره د مسلم ليګ ن مشر شهباز شريف او د سپيکر عهدې لپاره يې د پيپلز ګوند خورشيد شاه ټاګلی دی.

د بلوچستان اسمبلۍ به مازیګر څلور بجې غونډه کوي چې پکې به سپیکر او مرستیال سپیکر منتخبېږي.

زیات امکان دی چې په خېبر پښتونخوا کې به د پاکستان تحریک انصاف، په بلوچستان کې بلوچستان عوامي پارټۍ او په سیند کې د پاکستان پیپلز پارټۍ په مشرۍ صوبايي حکومتونه جوړ شي.

اړوند راپورونه

متحده اپوزیشن: پاکستان الېکشن کمېشن دې مستعفي شي

ټول ګوندیزې غونډې د بیا انتخاباتو غوښتنه وکړه

پاکستانۍ ټولټاکنې او پښتانه ملتپالي ګوندونه

پي ټي ای د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر لپاره محمود خان، باپ د بلوچستان اعلا وزیر لپاره جام کمال او پي پي پي د سیند اعلا وزیر لپاره مراد علي شاه نومونه وړاندې کړي دي او ښکاري داسې چې همدا کسان به غوره شي.

په پاکستان کې د ۲۵ م جولای ۲۰۱۸ کال پر ټولټاکنو د دغه هېواد ډېری سیاسي ګوندونه د پراخو درغلیو تورونه لګوي او د دې خلاف مسلم لیګ ن، پیپلز پارټۍ، متحده مجلس عمل، عوامي نېشنل پارټۍ، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ، نېشنل پارټۍ او قومي وطن پارټۍ د متحده اپوزیشن په نامه یو غټه ټلواله جوړې کړې او پاکستان الېکشن کمېشن د مسستفي کېدو غوښتنه کوي. خو پاکستان الېکشن او د ټاکنو امنیت لپاره ګمارل شوي پاکستاني پوځي چارواکي د اپوزیشن تورونه ردوي او وايي چې په ملک کې رڼې او پاکې ټاکنې شوي دي.

XS
SM
MD
LG