د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د رسنیو د انتظام نوې اداره او د بیان پر ازادۍ ممکنه اثرات


فعالان او ټولنې وايي، د ۲۰۱۸ز کال له پیل راهیسې په پاکستان کې پر رسنیو محدودیتونه زیات شوي
فعالان او ټولنې وايي، د ۲۰۱۸ز کال له پیل راهیسې په پاکستان کې پر رسنیو محدودیتونه زیات شوي

پراګ - په پاکستان کې خبریالانو د رسنیو د انتظام لپاره د یوې ادارې جوړولو حکومتي اعلان ته بېلا بېل غبرګونونه ښودلي. د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر فواد چودري ویلي دي چې چاپي، برېښنايي او ټولنیزې رسنۍ د یوې ادارې تر انتظام لاندې راولي.

نوموړي د اګست پر ۲۹مه خبري غونډې ته وویل، دا اقدام به نه یوازې حکومتي لګښتونه کم کړي بلکې یو قانون به پر ټولنیزو او دودیزو رسنیو لاګو کېږي او د سېنسرولو یوه تګلاره به موجوده وي.

اوسمهال د پاکستان پرېس کونسل په نوم اداره د چاپي رسنیو، پاکستان الېکټرانېک میډیا رېګولېټري اتارټي یا پېمرا د برېښنايي رسنیو او پاکستان ټېلېکام اتارټي یا د مخابراتو اداره د ټولنیزو رسنیو چارې پرمخ وړي.

مخکې به هم چې هر حکومت راغی نو راډیو او ټېلېوېژن به یې د ویاندانو یا ترجمانانو غوندې ول. نو دا خو ملي ادارې دي. دا باید ازادې وي. نو دا د حکومت ښه اقدام دی.
پروېز شوکت

چودري خبریالانو ته وویل چې د تحریک انصاف په مشرۍ اېتلافي حکومت د هېواد دولتي ټېلېوېژن او راډیو خپلواکه کوي او د حکومت له اثره یې ایستلي دي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې خبریالان او د هغوی د حقونو کورنیو او نړیوالو ادارو ویلي چې د شاوخوا یو کال په موده کې په پاکستان کې پر رسنیو بندیزونه زیات شوي دي. نو د رسنیو د انتظام یوه حکومتي اداره څه اثرات لرلای شي؟

د اطلاعاتو او خپرونو وزیر فواد چودري وايي، نوې اداره به لګښتونه کم کړي
د اطلاعاتو او خپرونو وزیر فواد چودري وايي، نوې اداره به لګښتونه کم کړي

د پاکستان د خبریالانو وفاقي ټولنې یا پي اېف یو جې مشر پروېز شوکت د اګست د ۲۹مې پر ماښام مشال راډیو ته وویل، دی د دې ډول ادارې جوړولو او د دولتي راډیو او ټېلېوېژن د ازادۍ هرکلی کوي: ((د رسنیو د انتظام یوه اداره دې جوړه شي. موږ خو په بیا بیا دا غوښتنه کړې چې [دولتي راډیو او پاکستان ټېلېوېژن] دې د حکومت له کنټروله ازاد وي. مخکې به هم چې هر حکومت راغی نو راډیو او ټېلېوېژن به یې د ویاندانو یا ترجمانانو غوندې ول. نو دا خو ملي ادارې دي. دا باید ازادې وي. نو دا د حکومت ښه اقدام دی.))

معلوماتي او مخابراتي ټېکنالوژیو دواړو یو داسې حالت پیدا کړی دی چې ذمه وار ژورنالېزم یا خبریالي نشي کېدای. نو زه وېره لرم چې د ذمه وارانه خبریالۍ په موخه داسې اقدامات ونشي چې پر رسنیو خطرناکه محدودیتونه ولګي.
ضیاالدین

خو د ډان او اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼو پخوانی مشر او خبریال ضیاالدین د اطلاعاتو او نشریاتو د وزیر اعلان اندېښمن کړی دی:

((د حکومت دا اراده چې د الېکټرانېک، چاپي او ټولنیزو رسنیو لپاره به یوه انتظامي اداره جوړوي، زه ورته د ډېر شک په نظر ګورم. زه ډېر هیله من نه یم چې دوی به څه ‌ډېر ښه شی جوړ کړي. زه لیدل غواړم چې د دې ادارې له جوړولو سره خو به د بیان پر ازادۍ بندیز نه لګي. [پاکستان] درې، څلور کاله مخکې د [برېښنايي جرمونو] د مخنیوي قانون جوړ کړ. هغه که وګورئ نو پکې ډېرې خطرناکې خبرې دي. هغه قانون حکومت ته واک ورکوي چې فېسبوک، ټوېټر او یوټیوب وتړي.))

ضیاالدین زیاتوي چې د ټولنیزو رسنیو کنټرول یوه نړیواله مسله ده چې په اړه یې په ځېنو هېوادونو لکه جرمني کې قوانین جوړ شوي، خو که په پاکستان کې داسې قانون یا اداره جوړېږي چې رسنۍ محدودوي، نو دوی به یې پر وړاندې درېږي:

((ما ته دا ښکاري چې په ټوله نړۍ کې رسنۍ له دې حالت سره مخامخ دي. معلوماتي او مخابراتي ټېکنالوژیو دواړو یو داسې حالت پیدا کړی دی چې ذمه وار ژورنالېزم یا خبریالي نشي کېدای. نو زه وېره لرم چې د ذمه وارانه خبریالۍ په موخه داسې اقدامات ونشي چې پر رسنیو خطرناکه محدودیتونه ولګي. دا د ټولې دنیا مسله ده. په پاکستان کې که داسې یوه اداره جوړېږي چې ورسره به پر رسنیو پابندۍ ولګي نو موږ به یې غندنه کوو.))

اړوند موضوعات:

سېنسرشېپ هېواد ته تاوان رسوي: شاهد خاقان عباسي

د خبریالانو خوندیتوب ادارې په پاکستان کې د مشال راډیو تړل غندلي

د پاکستان پارلېمان غړي د رسنیو د ازادۍ لپاره د قانون جوړونې ملاتړ کوي

د پیمرا جرمانې او د ټېلېوېژنونو ځواب

له پروېز شوکته مې پوښتنه وکړه چې ایا نه ګڼي چې د رسنیو د انتظام یوه اداره، یو قانون او یوه پالیسي به د پاکستان د خبریالانو او شخصي رسنیو ازادۍ ته ګواښ پېښ کړي؟

دی وايي، د رسنیو ازادي یوازې حکومت نه بلکې د رسنیو مالکان هم ګواښي: ((د بیان ازادي خو د [شخصي رسنیو] د مالکانو په لاس کې ده. د هغوی له خوښې پرته خو یو لفظ نشي خپرېدای. کله چې د دې مالکانو ګټو ته تاوان رسي نو بیا د صحافت د ازادۍ نعره لګوي او [د رسنیو] کارکوونکي د ګډو بزو په څېر کوڅو ته باسي.))

شوکت زیاتوي چې په پاکستان کې د خبریالانو د حقونو ټولنې باید پر شخصي رسنیو د مالکانو کنټرول ختم کړي.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزیر فواد چودري وايي، د اقداماتو موخه یې بندیزونه نه بلکې اصلاحات راوستل دي او ژمنه یې وکړه چې نوې انتظامي اداره به د خبریالانو په مشوره جوړوي.

XS
SM
MD
LG