د لاسرسي ځای

تازه خبر

معراج همایون: د مېرمنو خیر ښېګړې لپاره سیاست ته راغلې یم


دا اوونۍ مو په مشال مرکه خپرونه کې سیاستواله معراج همایون مېلمنه ده. د صوابۍ سره تړاو لرونکې دغه پېژندل شوې مېرمن د قامي وطن ګوند غړې ده او د مېرمنو او ماشومانو د حقونو لپاره یې وخت په وخت مبارزه هم کړې ده.

مېرمن همایون وايي، د خلکو د خدمت په جذبه یې سیاست پیل کړی او په ځانګړي ډول د مېرمنو د غږ د پورته کولو په موخه یې د ژوند دغه لاره د ځان لپاره غوره کړې ده.

نوموړې «د لاس ګل» په نوم د مېرمنو د حقونو او د هغوی د کارونو د ځلولو لپاره یوه غیر دولتي اداره هم جوړه کړې چې تر اوسه یې د نجونو د تعلیم د ودې لپاره هلې ځلې کړې دي. له معراج همایون خان سره د مشال خبریالې انیسه اجمل مرکه کړې ده.

له معراج همایون سره د مشال مرکه دلته واورئ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:58 0:00

XS
SM
MD
LG