د صوابۍ پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ نهه غړي ګرفتار کړي دي
نن د جمعې ورځ د صوابۍ سېشن عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ د نهه تنو غړیو د ضمانت درخواست خارج کړو او پوليسو ياد وګړي له عدالته ګرفتار کړل. پښتون ژغورنې غورځنګ د اګست پر دولسمه صوابۍ کې جلسه کړې وه او ضلعي انتظاميه بيا د ياد غورځنګ د ځینو مشرانو او کارکونکیو پرضد د غېرقانوني جلسې کولو او د رياست پرضد د شعارونو پورته کولو په تور اېف ای ار درج کړی وو. مشال رېډيو د پي ټي ايم له نیولي مشر لياقت يوسفزي سره خبرې کړې دي.