په هلمند کې د افغانستان ولسي جرګې ته د وژل شوي نوماند عبدالجبار قهرمان جنازه د پنجشنبې په ورځ په پلازمېنه کابل کې وشوه او بیا یې مړی د پارلمان ودانۍ په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
نوموړی د چارشنبې په سهار په لښکرګاه کې د هغه د کمپاین په دفتر کې د یوې چاودنې په ترڅ کي ووژل شو، باروت د هغه تر چوکۍ لاندې اېښودل شوي ول.
په هلمند کې چارواکي وايي د قهرمان د وژنې په تور یې اته کسان نیولي دي او دمګړی تر پوښتنو لاندې دي.
که څه هم د قهرمان د وژنې ذمه واري وسله والو طالبانو په غاړه اخیستې ده، خو د هلمند چارواکي وايي، اصلي وژونکي او سرغنه به تر پلتنو وروسته جوت شي.
پاسوال عبدالرزاق یعقوبي له رسنیو سره په خبرو کې وویل که څه هم د کمپاین د غونډې پر مهال ډېرو کسانو ګډون کړی و او اکثره يې د پلټنو لپاره نیول شوي، خو اوس یوازې اته تنه پاته دي چې قهرمان ته نېږدي کسان، د دفتر ساتونکي او اشپزان پکې شامل دي.
دی وايي:
"اته تنه د ملي امنیت د ریاست لخوا نیول شوي دي، هیله لرو چي پېښه ژر او په اساسي ډول واضح شي، موږ پر هغه لار او کوڅه چې د قهرمان صاحب دفتر و، ګڼې د تلاشۍ پوستې درلودې او حتا د کمپاین دفتر ته د خلکو د انتقال په موخه یو مشخص موټر ګمارل شوی و، امنیتي تدابیر سخت نیول شوي و، خو بیا هم نه پوهېږو چې ولې او څنګه یاده پېښه رامنځته شوله."
که څه هم یوشمېر رسنیو د قهرمان سره یو ځای د دریو نورو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی و، خو د هلمند امنیه قوماندان پاسوال عبدالرازق یعقوبي دا خبره رد کړه.
امنیه قوماندان زیاته کړه چې د قهرمان دفتر ته يې د ورته احتمالي چاودنې خبر ورکړی و، خو داسې ښکاري چې د امنیتي تدابیرو په برخه کې د قهرمان د دفتر کارکوونکیو او د هغه ساتونکیو غفلت کړی دی.
قوماندان وايي:
"موږ اطلاع درلوده او دامو نه یوازي د قهرمان صاحب سره بلکې له ټولو کاندیدانو سره شریکه کړې وه، موږ ټولو ته من جمله قهرمان ته ویلي وه چې په بېلابېلو ډولونو یوشمېر دسیسې او پلانونه وجود لري، په همدې خاطر مو د قهرمان د کمپاین هغه غونډې لغوه کړي وې چې په ولسوالیو کې باید ترسره شوي وای، اما مخالیفینو د ده په کور کې د ده د ساتونکیو، د کمپاین د کارکوونکیو او حتا اشپزانونه په استفادې داسې پلان طرحه کړی و چې د هغه د وژل کېدلو باعث شو."
عبدالجبار قهرمان د ولسي جرګې په دوو دورو کې د هلمند د خلکو استازی پاته شوی او د ۲۰۱۶ مېلادي کال د سختو جګړو پر مهال د هلمند د اپراتیفي ګروپ مشر او د اځل ولسي جرګي ته تر کاندیداتورۍ وړاندې د لویو لارو د امنیت د ټینګښت په خاطر د یوه تحقیقي ټیم مشر مقرر شوی و.
د هغه قتل د ولسمشرۍ ماڼۍ ترڅنګ، د سیاسي ګوندونو، مخکښو څېرو د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د عامو خلکو لخوا غندل شوی او هغه يې یوه لویه ضایع بللې ده.
د روانې تلې میاشتې پر اولسمه له هلمند ولایت څخه ولسي جرګې ته یو بل کاندید صالح محمد اڅکزی هم له اتو نورو کسانو سره په انتحاري حمله کې ووژل شو.