نن (د اکتوبر ۲۹مه) په کابل کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کندهار کې د وژل شوي، جنرال عبدالرازق او جنرال عبدالمومن حسېنخېل او په هلمند کې د وژل شوي سیاستوال او پخواني جنرال عبدالجبار قهرمان فاتحه واخيستله.
دې فاتحې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی هم ورغلی وو.
په دې فاتحه کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او ګڼو نورو افغان سياستوالو، د مدني ټولنو غړو او قومي مشرانو برخه واخيسته.
د افغانستان کندهار ولايت امنيه قوماندان، جنرل عبدالرازق او د ملي امنيت مشر جنرال عبدالمومن حسېنخېل د اکتوبر په اتلسمه د کندهار والي د يو ساتونکي په بريد کې ووژل شو.
طالبانو ويلي چې دغه کس د دوی ملګری وو. تر هغې پېښې دوې ورځې مخکې پارليماني ټاکنو ته کانديد او د هلمند امنيت لپاره د ولسمشر پخوانی ځانګړی استازی، عبدالجبار قهرمان په يوه بمي چادونه کې ووژل شو. طالبانو يې ذمه واري منلې وه.