د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پولیو مخنیوي پروګرام: د خیبر پښتونخوا زیاتره ګوزڼ وهلي ماشومان نه ول واکسین شوي


په اسلام اباد کې یو روغتیايي کارکوونکی ماشومې ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.
په اسلام اباد کې یو روغتیايي کارکوونکی ماشومې ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.

په خیبر پښتونخوا کې د پولیو ختمولو پروګرام چارواکي او پوهان وايي چې په هغه صوبه کې لا هم داسې کورنۍ شته چې خپلو ماشومانو ته د ناروغۍ ضد څاڅکي نه ورکوي.

هغوی دا څرګندونې د اکتوبر پر ۲۴مه د پولیو نړیوالې ورځې په مناسبت په پېښور کې د غونډې پر مهال وکړې.

خو د پولیو مخنیوي پروګرام اېډېشنل سېکرټر ډاکتر عبدالباسط تر غونډې وروسته مشال راډیو ته دا هم وویل چې زیاتره خلک د ګوزڼ واکسیني څاڅکو پر ارزښت پوه شوي دي.

ده وویل، د پولیو مخنیوي پروګرام موندنې ښيي چې زیاتره ګوزڼ وهلي هغه کسان ول چې د بېلابېلو لاملونو پر اساس له واکسینه بې برخې پاتې شوي ول.

باسط د خیبر پښتونخوا مثال ورکړ او و یې ویل چې په هغه صوبه کې د اکتوبر تر ۲۴مې پورې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې پکې "دوه له کواټه، یو د ټانک ، یو د ډېره اسماعیل خان، یو د لکي مروت او یو له مومندو څخه ده. زموږ د معلوماتو له مخې، په هغو شپږو کې پینځو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي نه ول ورکړل شوي."

ډاکټر عبدالباسط دا هم وویل چې په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ له وجې هم په ځینو ځایونو کې واکسیني کیمپېنونه له خنډ او ځنډ سره مخامخېږي.

ده زیاته کړه چې تېر ځل د واکسیني کیمپېن پر مهال، په کورمه، باجوړ او شمالي او جنوبي وزیرستان کې د خرابې امنیتي وضعې له وجې ۴۰۰،۰۰۰ ماشومان د پولیو د مخنیوي له څاڅکو محروم پاتې شول.

د پېښور په نښتر تالار (نشتر هال) کې هغه غونډه د خیبر پښتونخوا حکومت، د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او)، د ملګرو ملتونو د ماشومانو چارو ادارې (یونېسېف) او د بېل اېنډ مېلېنډا ګېټس فاونډېشن په نوم امریکايي خیریه بنسټ جوړه کړې وه چې ورته د صوبې اعلاوزیر علي امین ګنډه پور هم ورغلی وو.

ګنډه پور په خپله وینا کې پر میندو او پلرونو غږ وکړ چې هر ځل دې د واکسیني کیمپېن پر مهال تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکو ټولو ماشومانو ته څاڅکي ورکړي چې بچي یې له ټول عمري معذورۍ وژغورل شي.

په پېښور کې غونډه پر داسې مهال شوې چې په پاکستان کې سږ کال د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې دي. په هغه هېواد کې د اکتوبر تر ۲۴مې پورې د پولیو ۴۰ پېښې ثبت شوې وې.

د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې روان کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۰، په سیند کې ۱۲، په خیبر پښتونخوا کې شپږ او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.

په هغه هېواد کې تېر کال د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

په پاکستان کې د پوليو مخنيوي چارواکي وايي چې د اکتوبر له ۲۸مې په ټول پاکستان کې د ګوزڼ یو پراخ واکسیني کيمپېن پيلوي چې پکې به تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي څه باندې ۴۵ مېلیونه ماشومانو ته د ناروغۍ مخنیوي څاڅکي ورکوي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په افغانستان کې سږ کال تر اوسه ۲۲ ماشومان ګوزڼ وهلي دي. په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې شپږ ماشومان د ګوزڼ ښکار شوي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

په پاکستان کې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) په وروستیو میاشتو کې د پاکستان د لسګونو ضلعو په ناپاکه اوبو کې پولیو وایرس موندلی دی.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام او روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري نو ځکه دا اړینه ده چې میندې او پلرونه د هر کیمپېن پر مهال تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان واکسین کړي.

په پاکستان کې چارواکو او روغتیاپوهانو په تېرو وختونو کې مشال راډیو ته ویلي دي چې په افغانستان او پاکستان کې له لسیزو راهیسې د ګوزڼ واکسینو پرضد داسې ناسم معلومات خپاره شوي چې له کبله یې په یوشمېر سیمو کې ګڼې میندې او پلرونه خپلو بچیو ته څاڅکي نه ورکوي.

دوی وايي، له واکسینه انکار د وایرس د نه ختمېدو له لویو لاملونو یو دی.

له دې پرته په تېرو دوو لسیزو کې د سختدریځه نظریاتو او افکارو کیمپېنونو له کبله هم له واکسینه د انکار کوونکو میندو او پلرونو شمېر لوړ شو.

XS
SM
MD
LG