د لاسرسي ځای

تازه خبر

له نګهت اورکزۍ سره د مشال مرکه


سیاست واله نګهت اورکزۍ
سیاست واله نګهت اورکزۍ

د مشال مرکې پاڼې ته ستړي مه شئ. د دې اوونۍ مرکه مو له سیاستوالې نګهت اورکزۍ سره ده.

نګهت اورکزۍ په خېبرپښتونخوا کې لومړنۍ سیاستواله ده چې څلور وارې د صوبايي اسمبلۍ غړې پاتې شوې ده.

نوموړې مشال راډیو ته وویل، وخت په وخت د ډېرو عناصرو او ډلو ټپلو لخوا ورته د سیاست د پرېښودلو په موخه دړکې شوې دي، خو هغه وايي، موجوده حالاتو ته په کتو د خپل ولس لپاره به مبارزه جاري ساتي.

نګهت اورکزۍ وايي، د جنسي تېریو په ګډون په هغو پيښو یې تل خپل غږ پورته کړی، په پارلېمان او له پارلېمانه بهر یې پرې خبرې کړې دي چې تراوسه بل سیاستوال پرې نشې کولای نو هم له دې وجې د وسله والو ډلو سره سره د ټولنې عام سړي هم هغه د ځان لپاره خطر ګڼي.

سیاست واله نګهت په دې اند ده چې د پاکستان او په ځانګړې توګه د پښتنو حالات به د پنجاب د خلکو سوچ بدلېدو سره بدلیږي.

نګهت اورکزۍ اوس مهال د پاکستان پیپلز ګوند او د خېبرپښتونخوا د اسمبلۍ غړې ده.

له نګهت اورکزۍ سره د مشال مرکه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:10 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG