د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم د پرلت وهلو دړکه کړې


فایل فوټو
پي ټي اېم د ۲۰۱۸ م کال په اګست مییاشت کې هم د هدفي بریدونو پرضد په میرام شاه کې پرلت وهلی وو.
فایل فوټو پي ټي اېم د ۲۰۱۸ م کال په اګست مییاشت کې هم د هدفي بریدونو پرضد په میرام شاه کې پرلت وهلی وو.

په ډېره اسماعیل خان، سهېلي وزیرستان او ټانک کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو دړکه کړې که د سرې روغې پوځي بریګېډ په حوالات کې بندي ژڼی حمزه علي په یوه اوونۍ کې دننه را پرې نه ښودل شو، نو د دغه بریکېډ مخې ته به تر هغو په احتجاجۍ پرلتۍ ووهي چې ملګری یې ورخوشې کړی نه وي.

د دغه غورځنګ یوه غړي شاه فیصل غازي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، له کله چې سهېلي وزیرستان ته کډوال ستنېدلي دي نو هلته چې یو چاودنه یا بله پېښه وشي، نو پوځیان بې ګناه ولس له کورونو راباسي، وهي یې، په حوالات کې یې بندوي.

نوموړی وايي، (په وچه خوړه کې په یوه پېښه کې دوه عسکر وژل شوي ول، له هغه پس پوځیان وچې خوړې ته ورغلی، د کلي ۵۰ کسان چې پکې بډاګان، ماشومان او ځوانان ول، هغوی یې ونیول، تشدد یې ورباندې وکړ، نو هغه وخت موږ له یوه پوځي مېجر او پولیټکلی سره ولیدل، او هغوی ته مو وویل، چې حمزه علي راپرېږدي ځکه چې دی یې هم په هغه پېښه کې نیولی دی. نو که سرکار په یوه هفته کې دننه حمزه علي را پرېنښود، موږ ټول پښتانه به د سرې روغې بریګېډ مخې ته پرلت وهو.)

د پي ټي اېم د کور کمېټۍ یوه مخکښ غړي مولانا طاهر له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې دوی به پرلت یوازې د حمزه علي لپاره نه کوي بلکې د وزیرستان او پي ټي اېم چې څومره کسان نیول شوي دي د هغوی لپاره به دهرنه کوي.

مشال راډيو له ځايي انتظامیې سره د هغوی دریځ اخیستو لپاره بیا بیا د رابطې هڅه وکړه خو و نه شوه.

XS
SM
MD
LG