پراګ - د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اسلام اباد هایکورټ ته ويلي چې هغوی پر پښتنې مدني فعالې ګلالۍ اسماعيل د دې هېواد د استخباراتي ادارې ای اېس ای پر غوښتنه له هېواده بهر سفري بنديز ولګاوه. دا خبره ګلالۍ اسماعيل د نومبر پر اوومه مشال راډيو ته وکړه او وې ويل چې هغې له دې ليسټ څخه د خپل نوم ايستلو لپاره په عدالت کې درخواست جمع کړی دی چې بله اورېدنه به يې د نومبر پر ۲۷مه کېږي.
د خېبر پښتونخوا له صوابۍ ضلعې سره اړه لرونکې مدني فعاله ګلالۍ اسماعيل د اکتوبر پر ۱۲مه نېټه هغه وخت ممنوع الخروج يا د سفري بنديز په لسټ کې اعلان شوه کله چې نوموړې له لندن څخه اسلام اباد ته راستنه شوه. نوموړې وايي هېواد ته له رسېدو سره سم د پلټنو فيډرالي ادارې له هغې پاسپورټ او سفري دستاويزات واخيستل.
ګلالۍ وايي چې تر دې وروسته هغې په اسلام اباد هايکورټ کې درخواست جمع کړ تر څو پر نوموړې سفري بنديز ليرې کړل شي او پاسپورټ ورته بېرته ورکړل شي. خو د هغې په وينا د نومبر پر شپږمه په اسلام هايکورټ کې د عدالتي کاروايي پر مهال د کورنيو چارو وزارت چارواکو وويل چې د ای اېس ای پر سپارښتنه پر هغې سفري بنديز لګول شوی دی.
"د داخله وزارت کسانو عدالت ته يو راپور وړاندې کړ په کوم کې چې ويل شوي و چې دوی زما نوم د ای اېس ای پر سپارښتنه د سفري بنديز په لسټ کې اچولی دی او پر ما يې دا تور پورې کړی و چې ما د رياست خلاف خبرې کړي دي. دا ځکه چې زه د پښتون ژغورنې غورزنګ ملګرې يم او ما په صوابۍ جلسه کې وينا کړې وه."
په پاکستان کې د سفري بنديز پر اوسنۍ پروسه ځېنې نيوکې هم کېږي. دمګړی د دې هېواد د وفاقي کابينې پر سپارښتنه د کورنيو چارو وزارت پر يو کس سفري بنديز لګولای شي خو ګلالۍ اسماعيل وايي، د دې په قضيه کې دا پروسه هم نه ده عملي شوې.
د پاکستان يو شمېر پارليماني غړي هم په دې هېواد کې په ممنوع الخروج پروسه کې د بدلون غوښتونکي دي. د پاکستان د سېنېټ د کورنيو چارو کمېټۍ پر همدې موضوع د اکتوبر پر ۲۲مه غونډه وکړه او حکومت ته يې ځينې سپارښتنې وکړې. د دې کمېټۍ غړي محمد عتيق شېخ د نومبر پر اوومه مشال راډيو ته وويل چې د دوی لومړۍ سپارښتنه دا وه چې دا وخت چې هر څومره نومونه تر دوو کلونو زيات په ممنوع الخروج لسټ کې پاتې شوي، هغوی دې له لسټ څخه وايستل شي. بله سپارښتنه يې دا وه چې اړونده عدالت دې پرېکړه وکړي چې کوم نومونه بايد په ممنوع الخروج لسټ کې واچول شي او کوم وايستل شي.
ګلالۍ اسماعیل د مېرمنو د بیدارۍ د یو نادولتي سازمان مشره ده خو په دا وروستيو کې يې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړې په حېث پر يو شمېر دريځونو په پاکستان کې د پښتنو د لاقانونه وژنو او برمته کولو د مخنيوي او هغوی ته د بشري حقونو د ضمانت ورکولو لپاره غږ پورته کړی دی. خو د پاکستان استخباراتي او امنيتي ادارې بيا د پښتنو له دا ډول ځورونو انکار کوي.