د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزېشن ګوندونه: د عمران خان د چین سفر ناکامه وو


وزیراعظم عمران خان له چیني ولسمشر شي جېنګ پېنګ سره
وزیراعظم عمران خان له چیني ولسمشر شي جېنګ پېنګ سره

پراګ - د پاکستان وزیراعظم عمران خان چین ته خپل سفر ګټور بللی دی او ویلي یې دي چې چین ورسره د هر ډول مرستو ژمنه هم کړې ده.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د پنجشنبې په ورځ کابینې ته په وینا کې وویل، د چین سفر یې تر تمې زیات بریالی وو.

د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر فواد چودري رسنیو ته وویل، چین د عمران خان د سفر پر مهال له پاکستان سره د هر ډول مرستو ژمنه کړې ده.

خو د اپوزېشن ګوندونه د عمران خان دا څرګندونې یوازې یو بیان بولي او د هغه سفر داسې بریالی نه بولي لکه څنګه چې په خپله عمران خان بللی دی.

عمران خان کابینې ته وینا کوي
عمران خان کابینې ته وینا کوي

د اپوزېشن تر ټولو لوی ګوند مسلم لیګ نون مخکښ سېنېټر چودري تنویر خان د نومبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل، که عمران خان ریښتیا په چین کې څه لاسته راوړي وي نو پارلېمان ته دې تفصیل وړاندې کړي.

په چندو ملکونه نه چلېږي عمران خان باید ملک ته پانګوال راولي
فیصل کریم کنډی

نوموړي وویل: "موږ په سېنېټ کې حکومتي چارواکو ته ویلي دي چې که دوي چېري د چین سفر کامیابه بولي نو دې راشي پارلېمان ته دې ووايي چې دوي په چین کې څه لاسته راوړي دي، چې ټول قوم پرې خبر شي."

د پیپلز ګوند مخکښ او د قومي اسمبلۍ پخواني مرستیال سپیکر فیصل کریم کنډي مشال راډیو ته وویل ، دوي تر هغه وخته د عمران خان پر خبرو باور نه کوي چې تفصیل یې نه وي وړاندې کړی:

"په چندو ملکونه نه چلېږي عمران خان باید ملک ته پانګوال راولي چې سرمایه راوړي."

عمران خان د سعودي له پاچا
عمران خان د سعودي له پاچا

د عوامي نیشنل ګوند ویاند او پخواني سېنېټر زاهد خان وویل، که سعودي عرب او چین ریښتیا هم له پاکستان سره مرسته کړې ده نو بیا ولې ورځ تر بلې په ملک کې د هر څه قېمتونه زیاتېږي:

"که چین مرستې ورکړې وي نو تر پارلېمان ښه ځای نشته، باید عمران خان پارلېمان ته راشي او د ولس استازو ته مالومات وړاندې کړي."

ملکونه چې یو بل ته مرستې ورکړي نو هغوي یې پټوي نه بلکې ستاینه یې کوي.
عثمان کاکړ

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ سنېټر عثمان کاکړ سعودي عرب او چین ته د عمران خان د سفر په اړه په وینا کې یو شمېر پوښتنې راپورته کړې وې.

نوموړي مشال راډیو ته وویل ، دوي په دې نه پوهېږي چې حکومت له چین څخه د ترلاسه کړو مرستو په اړه تفصیل ولې نه وړاندې کوي.

هغه وویل: "د عمران خان سفر ناکامه وو ګني ملکونه چې یو بل ته مرستې ورکړي نو هغوي یې پټوي نه بلکې ستاینه یې کوي."

عمران خان چې کله د سعودي عرب له سفره پاکستان ته ستون شو نو یې وویل چې سعودي عرب د شپږ اربه ډالرو پور او مرستو ورکولو هوکړه ورسره کړې ده. خو د چین تر سفر وروسته یې داسې مالومات نه دي وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG