پراګ - د پېښور چټک بس پروژه به د راتلونکې کال په مارچ کې بشپړه شي. دا ادعا د پېښور پرمختیا ادارې ډایریکټر جنرل او د پېښورچټک بس سروس پروژې مشر اسرار الحق له مشال راډيو سره په یوه مرکه کې وکړه او ویې ویل چې د ۲۰۱۹ز کال له مارچ میاشتې پس به د چټک بس پروژې د دوکانونو او مارکېټونو منصوبه هم په دغه کال سر ته ورسوي.
نوموړی وایي: ''د چاپېریال پاک ساتلو لپاره به د پېښور ښار زاړه بسونه او واګنې هم اخلي او له ښاره به یې وباسي او له دې سره به د خلکو تګ راتګ هم ګړندی شي. دا مهال خلک په پېښور کې په یوه ګنټه کې ۱۴ نیم کلومیټره سفر کولی شي. چټک بس له راتګ سره د یوې ګنټې رفتار۲۵ کلومیټره شي او د پېښور له یوه سره تر بله به تګ چې اوس دوې ګنټې اخلي، یوې ګنټې ته راټیټ شي.''
که څه هم د تحریک انصاف په مشرۍ د خېبر پښتونخوا حکومت د چټک بس پروژې په زغرده بشپړولو غورې کوي خو د پېښور پوهنتون پر سړک کارکونکيو او دکاندارانو مشال راډیو ته وویل چې د دغې پروژې له پیل راهېسې په تګ راتګ کې مشکلات لري.
پر سړک د ګلونو پلورلو یو دکاندار وایي، مخې ته یې ټول سړک کنډې کپرې دی، هېڅوک یې ګلونو اخېستو له نه ورځي.
پر یونیورسټي سړک د لومړني ښځینه بانک (فرسټ ومېن بېنک) یوه کارکونکې نورین اختر وایي، له بېنکه کور ته د شپې اته بجې رسېږي.
له تاکال سره نېږدې د کپړو یو دکاندار شاهسوار وایي، ټول ښار له دوړو ډک دی او خلک نه پوهېږي چې کله به دغه پروژه سر ته رسېږي.
د تحریک انصاف ګوند د صوبایي اسمبلۍ غړي خلیق الرحمان وایي دا منصوبه یې د حکومت په لومړیتوبونو کې یوه ده، خو د ځینو مشکلاتو له وجې یې زیات وخت واخېست.
دی زیاتوي: ''پېښور یو منظمه ښار نه دی، کله هم د چټک بس لپاره کیندنې کیږي نو څه نا څه راوځي نو هغه بیا نورې ستونزې پیدا کوي. پېښور خو تر اوسه ماسټر پلان هم نه لري.''
د خیبر پښتونخوا د بلدیاتو پخوانی وزیر او د جماعت اسلامي د صوبایي اسمبلۍ غړی عنایت الله وایي، ده پخوا هم په حکومت کې د دغه منصوبې مخالفت کړی وو.
''دا منصوبه د تحریک انصاف پاکستان د صوبایي حکومت په غلطیانو کې یوه ده، دا د پېښور لپاره یوه نقصاني پروژه ده، د خلکو کاروبارونه تباه شول، هېڅ منصوبه بندي ورله نه ده شوې او ښار یې ټول سپڼلی دی.''
د پېښور پر چټک بس پروژه ۶۶ اربه روپۍ لګښت راځي، د دې ترڅنګ به پر کاروباري ودانیو نهه نیم اربه روپۍ لګېږي او له هغې به حکومت کرایې ترلاسه کوي او تر اتو اربو روپیو پورې به نوي بسونه اخېستل کېږي.