ملګرو ملتونو په نړۍ کې پر مېرمنو د کېدونکي تشدد په اړه تازه رپوټ خپور کړی دی. په رپوټ کې د ورکړل شوو مالوماتو له مخې پرښځو تر ټولو زیات تشدد په اسیايي هېوادونو کې کېږي.
رپوټ زیاتوي چې په تېر یوه کال کې، په نړۍ کې څومره ښځې وژل شوې دي، په هغوی کې تر نیمايي زیاتې خپلوانو وژلې دي.
ملګري ملتونه وايي، په ۲۰۱۷ز کال کې په ټولنه نړۍ کې ۸۷۰۰۰ ښځې په ارادي توګه قتل شوې دي چې تر نیمايي زیاتې پکې خپلوانو وژلې دي.
دا خبره د ملګرو ملتونو هغې ادارې په خپل کلني رپوټ کې کړې ده چې په نړۍ کې د نشه يي توکیو او جرمونو د مخنیوي لپاره کار کوي.
رپوټ لیکي، په نړۍ کې تر ټولو زیات په اسیایي هېوادونو کې پر ښځو تشدد شوی دی او په تېر یوه کال کې لږ تر لږه ۲۰۰۰۰ ښځې وژل شوې دي.
پاکستان هم د اسیا یو له هغو هېوادونو دی چې د ښځو د حقونو لپاره د کارکوونکیو په وینا، هر کال پکې په سلګونه ښځې وژل کېږي.
تبسم عدنان د خیبر پښتونخوا په سوات کې د ښځو د حقونو لپاره د مبارزه کوونکي تنظیم د خویندو جرګې مشره ده.
دا وايي، په پښتنه ټولنه کې نه یوازې پر ښځو تشدد کېږي او وژل کېږي بلکې داسې زیاتره پېښې د روایاتو له کبله مخې ته نه راځي.
تبسم عدنان وویل، دلته زیاتره وژنې د غیرت په نامه کېږي او اوس پکې داسې هم کېږي چې یوه ښځه یا نجلۍ ووژل شي او بیا وايي چې هغې ځان په خپله وژلی وو، دا زیاتوي، داسې یوشمېر پېښې یې په خپلو سترګو لیدلې دي.
د مېرمنو د حقونو لپاره یوه بله مبارزه شاهده شاه وايي، د ښځو پرضد د تشدد لړۍ ځکه پای ته نه رسېږي چې د دې په وینا نه حکومت او نه هم ولس ورته پام کوي.
دې وویل، په کار ده چې حکومت په دې اړه قانون په سختۍ عملي کړي او دیني عالمان ولس په دې خبر کړي چې اسلام ښځو ته څه حقونه ورکړي دي.
تبسم عدنان وايي، نه یوازې د شته قوانینو عملي کول او د نورو جوړول ضروري دي بلکې د حکومت تر څنګ د ټولنې نور غړي هم باید خپل رول ولوبوي.
د ملګرو ملتونو په دې کلني رپوټ کې ویل شوي دي چې تر اسیا وروسته په افریقا، بیا په امریکا او بیا په یورپ کې پر ښځو زیات تشدد شوی دی.
په تېر یوه کال کې په افریقا کې ۱۹۰۰۰ زره، په امریکا کې ۸۰۰۰ زره او په یورپ کې ۳۰۰۰ ښځې وژل شوې وې.