د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر خادم حسېن رضوي د ترهګرۍ او بغاوت مقدمه درج شوه


د تحريک لبېک پاکستان مشر خادم حسېن رضوي
د تحريک لبېک پاکستان مشر خادم حسېن رضوي

پراګ - د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري ویلي د مذهبي ډلې تحریک لبېک پاکستان د مشر خادم حسېن رضوي او د تحریک د نورو یو شمېر مشرانو پر ضد يې د خلکو مال و ځان ته د تاوان رسولو او د ریاست ضد څرګندونو په تور کې د بغاوت او ترهګرۍ مقدمې درج کړي دي.

د ډيسمبر پر لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر وخت فواد چودري وویل چې د اپوزیشن ډلو سره تر سلا مشورې وروسته يې د تحریک لبېک پر ضد ګامونه پورته کړي دي.

"نن موږ دا فیصله کړې ده چې د تحریک لبیک د مشرانو پر ضد به قانوني کاروايي کېږي. په حفاظتي تحویل کې چې کوم خلک اخيستل شوي دي په هغوی کې پیر افضل قادري، خادم حسېن رضوي، پیر عنایت الحق شاه او حافظ فاروق الحسن شامل دي. د تحریک لبېک پر مشر خادم حسین رضوي د لاهور په سیول لاینز تاڼه کې د بغاوت او ترهګرۍ په تور کې مقدمه درج کړل شوې ده."

تحریک لبیک تیره میاشت د سپریم کورټ له خوا د عیسوۍ میرمنې اسیه بي بي د خوشي کېدو پر ضد تر دریو ورځو قهرجنې مظاهرې کړې وې. خو حکومت يې پر ضد د ګامونو پورته کولو نه ډډه کړې وه.

د حکومت له خوا د تحریک لبېک پر ضد د تازه اقداماتو په اړه د پاکستان په سېنټ کې د اپوزیشن ډلو مشر راجه ظفرالحق وايي چې پر حکومت د خادم حسېن رضوي پر ضد د قانوني کاروایي لپاره فشار زيات شوی و. نوموړي د ډيسمبر پر اوله نېټه له مشال راډیو سره په خبرو کې وويل:

"زه فکر نه کوم چې دې کې کومه بدنیتي شامله ده. خو یو داسې صورتحال جوړ شوی و چې حکومت پر دې ګام پورته کولو مجبوره شو. ځکه چې لږه لږه موده وروسته به داسې څه لانجه راپورته شوه. پر حکومت فشار ډیر شوی و. عدلیې هم ویلي و چې که نور څوک داسې خبرې وکړي یا بیان ورکړي نو تاسو يي پر ضد ګام اخلئ نو د دوی خلاف ولې نه؟ کېدی شي له بهره هم چا ویلي وي، نو ځکه دغه ګام واخيستل شو."

د اطلاعاتو وزیر فواد چودري خبري غونډې ته ویلي چې تر اوسه امنیتي ادارو په پنجاب، سیند او اسلام اباد کې د تحریک ۳۱۶۴ غړي او پلویان نیولي دي. نوموړي وویل چې ټول نیول شوي کسان به عدالتونه ته وړاندې کېږي او له قانون سر سم به ورته سزا ورکول کېږي. د پاکستان د ایین تر مخه که پر چا د غدارۍ جرم ثابت شي نو سزا يي ټول عمري قید یا مرګ دی.

تحریک لبېک پاکستان د بریلوي مسلک سخت دریځه مذهبي ډله ده چې د خادم حسېن رضوي په مشرۍ د ۲۰۱۶م کال په جون کې د پاکستان د انتخاباتي کمیشن سره د یو سیاسي ګوند په نوم راجسټر ده او د کال ۲۰۱۸ م کال په انتخاباتو کې يي د سیند په صوبايي اسمبلۍ کې دوه چوکۍ ګټلي دي.

XS
SM
MD
LG