د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: ښاروالۍ په سلګونو دوکانونه ویجاړ کړي


فایل فوټو: په کراچۍ صدر بازار کې پښتون چای والا
فایل فوټو: په کراچۍ صدر بازار کې پښتون چای والا

که د کندهار انار و یا د زیارت چرې، که د سیند بېرې وې او یا د سوات سره املوک او سرې مڼې. د وچې مېوو نه نیولې تر سپېرکو او کاږو پورې او له کوټېوال چای او پراټو واخله تر چارسدوالوڅپلو،ټوکر او غوښو دا هرڅه د کراچۍ ایمپریس مارکیټ په دوکانونو او ریړیو کې ول، خو اوس ټول ویجاړ شوي.

کراچۍ ښاروالۍ د نومبر له ۱۱مې د ناقانونه ودانیو ضد اپریشن پيل کړی چې په سلګونه دوکانونه،ریړۍ او کېبینونه یې له منځه یوړل.

له ۱۳۰۰ زیات دوکانونه او په په سرک ولاړې ریړۍ او کیبونونه د تېرې میاشتې له یولسمې د کراچۍ ښاروالۍ لخوا وران کړل شو.

مقبول کاکړ په دې شل دوکانونه لرل، هغه وایي پلار یې شپېته کاله پخوا جوړ کړي و خو اوس پکې یو دوکان هم نه دی پاتې.

"شل دوکانونه مې ول، ټول یې مات کړل، دلته خواوشا ۱۷۰۰ دوکانونه و، په دې کې نېږدې ۱۲۰۰ د پښتنو وو"

په عمر فاروقي مارکیټ کې یو بل دوکاندار عمران کاکړ او ۶۰۲ نورو کسانو کاروبار کولو، هغه وایي، ټولو دوکاندارانو به هره میاشت د ښاروالۍ بانکي حساب ته په قانوني توګه کرایه ورکوله خو بیا هم ورته ښاروالۍ امر وکړ چې په دریو ساعتو کې دې دوکانونه خالي کړي.د هغه په وینا زیاتره دوکانونه د سامانو سره د خاورو لاندې شول.

"دلته هر قسم مارکیټونه ول، د غوښې،د څپلو،د کوټه وال چایو،پان،وچې میوې او د تازه میوو دوکانونه او ریړۍ وې، د جوالایانو او سوزوکۍ چلونکو کار هم جوړ و، په زرګونو کسان یې بې کاره کړل، حکومتونه کارونه ورکوي او زموږ حکومت له خلکو کارونه اخلي"

د عمرفاروقي مارکیټ د سوداګرو اتحادیې مرستیال مشر صدرالدین اغا د ډیسمبر په ۱۲مه مشال راډیو ته وویل د لایټ هاوس د سوداګرو مشر فضل حکیم په مشرۍ کې دوکاندارانو یو وفد چې پرون یې له چیف جسټس ثاقب نثار سره کتنه وکړه خو له هغه هم نامیده ستانه شو، سیاسي ګوندونه هم په دې زیاتي چپ دي.

"د ټولې کراچۍ د سوداګرو غونډه د ډېسېمبر په ۱۴ کوو او بیا به خپله اخري فېصله کوو"

د کراچۍ صدر د ایمپریس مارکیټ نه علاوه په برنس روډ،لایټ هاوس او باوني چالۍ کې هم ګڼ دوکانونه نړول شوي دي او ښايي اپرېشن د ښار نورو برخو ته هم وغزول شي.

د کراچۍ ښاروال وسیم اختر د ډېسېمبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل د سپریم کورټ په حکم یې د ناقانونه دوکانونو نړول پیل کړي دي، په غورځول شویو دوکانونو کې نېږدې ۹۰۰ له ښاروالۍ سره رجسټر و، چې د هغې په بدله کې به نور دوکانونه ورکوي.

پښتانه دوکانداران تور لګوي چې ښاروال ورسره توپیري چلند کوي او په نورو ځایونو کې دوکانونه ورته نه ورکوي خو وسیم اختر دا تورونه ردوي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG