د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د منځمهاله ټاکنو په اړه نوي بحثونه او د دې اغېز


فایل فوټو
فایل فوټو

په پاکستان کې د منځمهاله ټاکنو موضوع د روانې میاشتې له لمړیو هغه وخت توده شوه چې وزیراعظم عمران خان په دې اړه څرګندونې وکړې. له دې ورستو دوه لویو اپوزیشن ګوندونو مسلیم لیګ او پیپلز پارټۍ هم دغو ټاکنو ته د چمتوالي وویل.

د ډیسمبر پر ۱۶ د سیند صوبې په ټنډو اله یار کې د د پیپلز ګوند جلسې ته په وینا کې پخواني ولسمشر اصف علي زرداري منځمهاله ټاکنو او اوسني حکومت ته په اشارې سره وویل.

''مونږ به له دوی نه ځانونه خلاص کړو، د وخت نه مخکې ټاکنې به وکړو، او پیپلز ګوند به ټول ملک کې خپل حکومت جوړ کړي''

د سیاسي چارو پوهه ډاکټر توصیف احمدخان وایي په اوس وخت کې داسې نه ښکاري چې منځمهالې ټاکنې وشي خو د حکومتي او اپوزیشن ګوندونو لخوا په دې اړه بیانونه ورکول له اصلي ستونزو څخه د خلکو توجه بل لور ته اړول دي.

''د عمران خان حکومت خلک ناهیلي کړل، ګراني زیاته شوه، حکومتداري نشته، د یوټرن په نامه هغه د خپلې خوښې پریکړې کوي، ولس ته له دې هیڅ په لاس نه ورځي. پاتې شوه د پیپلز پارټۍ خبره، هغوی د خپل ځان د بچ کیدو لپاره داسې بیانونه ورکوي.''

په پاکستان کې حکومت د پنځه کالو لپاره ټاکل کیږي او له دې وروسته د نوي حکومت لپاره ټولټاکنې کیږي خو که حکومت وغواړي نو د وخت نه مخکې ټاکنې هم کیدلی شي.

د سیاسي چارو پوهه ډاکټر منصور اکبر کونډي وایي د منځمهاله ټاکنو کیدل د جمهوریت ښایست دی، خو دا چې د تحریک انصاف په مشرۍ حکومت لا ایله څو میاشتې پوره کړې، د وزیراعظم عمران خان په ګډون د اصف زرداري او نورو سیاستوالو لخوا په دې اړه بیانونه د غیر ذمه وارۍ څرګندونه کوي او دا په خلکو او په تېره بیا په سوداګرو کې بې باوري پیدا کوي.

''د تېر الیکشن خو لا څلور میاشتې نه دي شوي، په دې موقع عمران خان لخوا داسې بیان ورکولو ته هیڅ ضرورت نه و، د داسې بیانونو سره په تجارت باندې هم ښه اثر نه پریوزي، بل که تحریک انصاف اوس دې ټاکنو ته لاړ شي نو سخت تاوان به وکړي او سیټونه به یې کم شي''

ډاکتر کونډي زیاته کړه د داسې بیانونو ترڅنګ د سیاسي ګوندونو د مشرتابه د نیونې په اړه خبرې او عمل نه یوازې د جمهوریت په ګټه نه دی بلکې اوسني حکومت د راتلونکي لپاره زیانمن ثابیتدلی شي.

XS
SM
MD
LG