د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت: د زیاتو امریکايي عسکرو تله به افغانستان ډېر اغېزمن نکړي


دا مهال په افغانستان کې ۱۴ زره امریکايي سرتېري دېره دي
دا مهال په افغانستان کې ۱۴ زره امریکايي سرتېري دېره دي

هارون چخانسوري پر ټولنیزو رسنیو په خپاره کړي بیان کې ویلي چې که امریکا له افغانستانه لاړه شي نو د دوی پر امنیت به یې ډېر اغیز ونه شي.

د ده په وینا دا ځکه چې په تېرو څلورنیمو کلونو کې افغانانو د امنیت چارې پر خپله غاړه اخیستې دي.

دا له هغه وروسته ده چې امریکايي او نړیوالو رسنیو د ډېسېمبر ۲۰مې پر شپې ناوخته مهال وویل، ولسمشر ډونلډ ټرمپ له افغانستان څخه د "پام وړ" امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه غور کوي.

ځېنو رسنیو د امریکايي چارواکو په حواله ویلي دي چې په دې اړه ټرمپ وار له مخه فیصله هم کړې ده.

وال سټریټ ژورنال وايي، ځېنو لوړپوړو امریکايي چارواکو ورته د نوم نه ښودو په شرط ویلي دي چې ټرمپ "غواړي هغه ممکنې لارې چارې وڅېړي چې ورسره شخړې او جګړې پای ته ورسي."

د فرانسې خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي په حواله ویلي چې له افغانستانه د "پام وړ" امریکايي سرتېرو ایستلو په اړه فیصله شوې ده.

امریکا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ زره سرتېري لري چې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان ملي ځواکونو د روزنې او هغوی ته د مشورو ورکولو دنده تر سره کوي.

امریکايي ټېلېوېژن سي اېن اېن او نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي چې ټرمپ وار له مخه امر کړی دی چې له افغانستانه د خپلو شاوخوا نیمايي سرتېرو د ایستلو پلان جوړ کړي.

تر دې یوه ورځ مخکې، د ډېسېمبر پر ۱۹مه، امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له شامه هم د خپلو سرتېرو ایستلو اعلان وکړ چې له کبله یې ورباندې خپلو متحدانو انتقاد وکړ او د ډېسېمبر پر ۲۰مه، رسنیو خبر ورکړ چې د دفاع وزیر جېمز میټس هم له هغه هېواده د سرتېرو ایستلو او د چین او روسیې په اړه د ټرمپ له تګلارو او نظر سره د اختلاف پر سر استعفا ورکړه.

دا خبرونه پر داسې مهال خپاره شوي چې روانه اوونۍ د افغانستان د سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ابوظبۍ کې له طالبانو او د متحده عرب اماراتو، سعودي عرب او پاکستان له استازو سره خبرې وکړې.

هلته شنونکي نظر لري چې له افغانستانه د ځواکونو ایستلو پرېکړه په بیړه کې کېږي چې ښايي ناوړه اغېز ولري.

په امریکا کې د سیاسي چارو پوه ډاکتر محمد تقي وايي، دا ډول اقدام نه یوازې افغانستان بلکې "ان سیمه له بې ثباتۍ" سره مخامخولای شي.

دی وايي، له افغانستانه د ځواکونو ایستلو پرېکړه به "لویه تېروتنه" وي.

د ډاکتر تقي په اند، د دې ډول خبرونو خپرېدل د امریکا د دریځ کمزوري ښيي چې په نتیجه کې یې د افغان حکومت دریځ زیانمنېږي.

دی زیاتوي، دې حالت ته په کتو دې "افغان حکومت یو عکس العمل وښيي او یو مضبوط [دریځ دې غوره] کړي."

هلته د اسټرالیا په سېډني کې د اقتصادي او سولې چارو د انسټيټیوټ څېړونکی محب اقبال وايي، شاوخوا دوه میاشتې مخکې امریکايي حکومت د افغانستان په اړه د تګلارې د بدلون اشاره ورکړې وه نو د ځواکونو د ایستلو رپورټونه له طالبانو سره له خبرو سره تړاو نه لري.

دی وايي، البته که امریکا سرتېري باسي نو کېدای شي چې دا د افغانستان پر امنیت اغېز ولري.

د اقبال په خبره، که واشنګټن په افغانستان کې ۷۰۰۰ سرتېري هم پرېږدي نو هغوی کولای شي چې "تر یوې مودې" پورې د جګړې اوسنیو شرایطو ته دوام ورکړي او "وکولای شي چې هغه فشارونه چې پر طالبانو او نورو قواو موجود دي، هغه تر یوه حده ثابت وساتي."

کابل له امریکا څخه د خپرېدونکو دې رپورټونو په اړه لا څه نه دي ویلي او سپینې ماڼۍ یې هم رسمي تایید نه دی کړی.

په عین وخت کې د ولسمشر ټرمپ کلک ملاتړي سېنېټر لېنډزي ګراهام د دې خبرونو په غبرګون ویلي دي چې له افغانستانه د سرتېرو ایستل "خورا خطرناکه ستراتیژي" ده چې د ۲۰۰۱ز کال د سېپټېمبر ۱۱مې په څېر د بلې ترهګرې حملې لامل کېدای شي.

ده ویلي چې د شام په څېر له افغانستانه هم د سرتېرو ایستل باید په هغه هېواد کې "له وضعیت سره مشروط" وي.

سېنېټر ګراهام له شامه هم د امریکايي سرتېرو د ایستلو پر پرېکړې انتقاد کړی وو.

خو د ډېسېمبر پر ۲۰مه ولسمشر ټرمپ پر ټوېټر په بیان کې د خپلې پرېکړې دفاع وکړه او زیاته یې کړه چې "امریکا باید د منځني ختیځ پولیس" یا هلته د امنیت مسووله نشي.

XS
SM
MD
LG