د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د مورچو او بنکرو ړنګولو کار وروسته له هغې ودرول شوی چې یو اړخ د دې عملي کولو لپاره وخت وغوښت.
په سده کې د سنیانو یو مشر ملک حاجي سلیم خان اورکزي مشال راډیو ته وویل چې حکومت د جنورۍ پر ۱۲مه د مورچو ړنګولو په اړه مشورې لپاره غوښتي ول، خو وروسته ورته وویل چې نه دی ورځي.
اورکزي ویلي، امکان شته چې په یوه یا دوو ورځو کې دواړه خواوې له حکومته سره جلا جلا ملاقاتونه وکړي، ترڅو د مورچو ړنګولو لپاره یوه عملي پرېکړه وشي.
په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.
په سیمه کې د سني او شیعه ډلو ترمینځ د نښتو لپاره دواړو خواو په غرونو، د سړکونو پر غاړو او مهمو ځایونو کې مورچې جوړې کړې دي او د جګړې پر وخت له دغو مورچو پر یو بل بریدونه کوي.
د خیبر پښتونخوا حکومت د جنورۍ پر ۱۱مه، په یو بیان کې ویلي ول چې په کورمه کې د مورچو ړنګولو عمل د جنورۍ له ۱۲مې پیلوي او د فیبرورۍ تر لومړۍ به یې سر ته ورسوي.
دا تر هغې وروسته ده چې په کواټ کې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د شیعه سني مشرانو ترمینځ د مورچو ړنګولو ترڅنګ په ۱۴ نکتو اتفاق او بیا د سولې تړون وشو.
په پاړه چینار کې د شیعه ګانو یو مشر آغا اپرن علي وايي، دوی د مورچو په ړنګولو راضي دي، خو ضروري دا ده چې حکومت لومړی لارې خلاصي کړي.
که څه هم شیعه او سني مشران د مورچو ړنګولو ته رضامند دي، خو د هغوی ترمینځ پر دې کړکېچ اختلاف دی چې پیل یې څوک او له کوم ځایه وشي. دا راز په بالیشخېلو او خوارکلي کې د زیارت او جماعت په نامه جوړې شوې مورچې له ړنګولو دواړه فریقین ډډه کوي.
د سیمې په حالاتو نظر لرونکي نبي جان اورکزي مشال راډیو ته وویل چې که حکومت هلته موجود ټولې مورچې په ړنګولو کې کامیابي ترلاسه کړه، نو سیمه د امن په لور تللی شي.
په کورمه کې یو شمېر داسې ځایونه شته، چې هلته دا وخت د جنګ په غرض د عامو مورچو ترڅنګ مضبوطې او کنکریټي بنکرې شتون لري.
د ۲۰۲۳ کال پر ۱۶ اګست شیعه او سني مشرانو د سیمې امن قایم ساتلو په خاطر د مورچو او بنکرو مسمارولو فیصله کړې وه، خو هغه بیا عملي نه شوه.
په کورمه کې د ۲۰۲۴ز کال، د نومبر پر ۲۱مه په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې د هغې پېښې په ګډون شاوخوا ۱۳۰ کسان ووژل شول او له ۲۰۰ زيات کسان ژوبل شول.
تر هغه وړاندې، د اکتوبر پر ۱۲مه وسلوالو د کونج عليزوغره ته پر تلليو درو کسانو ډزې وکړې چې پکې هغوی ژوبل شول. وروسته وسلوالو په هم هغه سیمه کې د مساپرو د ګاډو پر کاروان برید وکړ. په دغو دواړو پېښو کې ۱۷ کسان ووژل شول.
تر هغه وروسته د کورمې لويې لارې وتړل شوې چې ولس يې په وار وار د خلاصولو غوښتنه کوي.
په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.