د لاسرسي ځای

تازه خبر

احتساب اداره دې د مومندو ډیم ټېکې پلټنې وکړي: پیپلز ګوند


د پاکستان حکومت وايي وزیراعظم عمران خان د جنورۍ پر ۱۳مه د مومندو ډیم کار پیلولو پرانیسته کوي
د پاکستان حکومت وايي وزیراعظم عمران خان د جنورۍ پر ۱۳مه د مومندو ډیم کار پیلولو پرانیسته کوي

پراګ - د پاکستان پیپلز ګوند د احتساب له قامي ادارې (نیب) څخه غوښتنه کړې ده چې د وزیراعظم سلاکار عبدالرزاق داود کمپنۍ ته د مومندو د ډیم جوړولو د ټېکې ورکولو پلټنې دې وکړي.

د ګوند یوه سیاستوال او سېنېټر بهره مند تنګي د جنورۍ پر درېیمه مشال راډیو ته وویل، دا د ۳۰۰ اربه روپیو لویه پروژه ده او حکومت دې د خپلو ملګرو لمانځلو پر ځای هغه شرکت یا کمپنۍ ته ټېکه ورکړي چې د دې کار پوره وړتیا او تجربه لري.

د جنورۍ پر دویمه د پیپلز ګوند یوې بلې سېنېټرې شیري رحمان په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، حکومت د مومندو بند جوړولو ټېکه د ډېسکون په نوم شرکت ته ورکړې چې باني یې د وزیراعظم عمران خان سلاکار عبدالرزاق داود دی.

نوموړې تور پورې کړ چې د ټېکې په ورکولو کې د قوانینو سرغړونه شوې.

د شرایطو یو پوره فهرست وي. په دغه بنیاد موږ ته دا کنسورشییم په شرایطو برابر ښکاره شو.
مزمل حسین

خو د اوبو او برېښنا وفاقي وزیر فیصل واوډا د جنورۍ پر دویمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، ډېسکون کمپنۍ ته په ټېکې ورکولو کې ټول ملکي او نړیوال قوانین عملي شوي.

نوموړي د لانجمنې ټېکې په اړه د قامي اسمبلۍ د ملکي حساب کتاب (پبلېک اکاونټس) کمېټۍ ته له وړاندې کېدو هم انکار وکړ او زیاته یې کړه چې یوازې وزیراعظم ته د ځواب ورکولو پابند دی.

هلته د پاکستان د اوبو او بجلۍ ادارې (واپډا) مشر او پخواني جنرال مزمل حسین ویلي، ډېسکون د ډیم جوړولو واک لري او په مالي ډول مستحکمه کمپني ده چې د چین له یوه شرکت سره په ګډه د ډیم جوړولو چارې پیلوي.

ده د جنورۍ پر دویمه خبري غونډې ته وویل:

"[د ټېکې ورکولو] په عمل کې لیدل کېږي چې کومه کمپني د دې کچ د پروژې عملي کولو تجربه لري، تخنیکي صلاحیت یې څه دی او تر دې مخکې یې د دې سطحې کومې پروژې بشپړې کړې دي. نو د شرایطو یو پوره فهرست وي. په دغه بنیاد موږ ته دا کنسورشییم (د کمپنیو ډله) په شرایطو برابر ښکاره شوه چې ۷۰ فیصده برخه پکې د یوې چینايي کمپنۍ او ۳۰ فیصده یې د ډېسکون ده. نو هغوی راوړاندې شوي دي او په راتلونکو اته، نهو اوونیو کې به کار پیل کړي."

هلته د سیمې خلکو د ډیم پر جوړولو خوشالي ښودلې خو ورسره یې دا غوښتنه هم کړې چې حکومت چې د چا ځمکې او جایدادونه اخلي نو ورته دې د تاوانونو ورکولو پوره نظام جوړ کړي.

د قبایلي اصلاحاتي تحریک یو مشر او وکیل اعجاز مومند وايي، حکومت دې اغېزمنو خلکو ته د نوکریو په بڼه تاوان ورکړي.

د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ حکومت وايي، د جنورۍ پر ۱۳مه نېټه د ډیم جوړولو پرانیسته کوي.

XS
SM
MD
LG