د لاسرسي ځای

تازه خبر

''خیبر پښتونخوا حکومت د فاټا اصلاحات عملي کوي''


خیبر پښتونخوا حکومت ویلي چې د سپریم کورټ د حکم نه وروستو يي قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو په عملي کولو لاس پوری کړی دی.

د صوبې د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي د چارشنبې په ورځ په پیښور کې د اپیکس کمیټۍ د غونډې نه وروستو مشال ريډیو ته وویل حکومت د اصلاحاتو په لړ کې د دیرش زره ایف سي او خاصه دار ځواکونو د خیبر پښتونخوا په پولیسو د ورګډولو پریکړه کړی.

''دولس زره لیویز دي او اتلس زره خاصه دار دي نو دا د پولیس نظام د غځیدو سره د خیبر پښتونخوا پولیس برخه وګرځیدل. د سپریم کورټ د حکم نه وروستو مونږ سره د عدالتي نظام فعالولو نه بغیر بله لار نشته ، نو هغې لپاره به ججان او عدالتي عمله ورلیږو او په یوه هفته دننه به ددغې لپاره ګامونه پورته کوو.''

نوموړي زیاته کړه چې د اصلاحاتو د عملي کولو لپاره به مالي پنګې له وفاقي حکومته غواړي. خو له شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړې محسن داوړ وايي ــ وفاقي حکومت د قبایلي سیمو د مالي پنګو ستونځه لا نه ده هواره کړی.

''مرکزي حکومت په دې انتظار دی چې د قامي مالیاتي کمیشن غونډه به کوي او په دغې کې به قبایلو ضلعو ته برخه ورکول کیږي ، خو د کمیشن غونډه به لا کیږي، ځکه چې ټولې صوبې پرې لا نه دي رضا شوي. دوي غونډې ډیرې کوي خو عملي کار ډیر لږ روان دی.''

سپریم کورټ صوبايي حکومت ته په ۶ میاشتو دننه د عدالتي نظام د غځولو او قبایلي ضلعو کې د عدالتونو جوړولو حکم ورکړی ــ ایا صوبايي حکومت هغه صلاحیت او مالي پنګې لري چې په ورکړل شوې موده کې خپل کار ترسره کړي؟

په دغه اړه د قانوني چارو پوه او فاټا اصلاحاتي تحریک یو مخ کښ کریم مسود وايي:

''ګورنر یا وزیراعلا د خپلې خوښې اصلاحات کوي چې ځان پرې د سپریم کورټ له خوا د اقدام نه خوندي کړي ، دوي داسې اصلاحات نه کوي کوم چې اولس غواړي او یا يي په قبایلي ضلعو کې اړتیا ده.''

کارپوهان وايي په داسې حال کې چې وفاقي حکومت لا د قبایلي سیمو د اصلاحاتو لپاره اړینې پنګې نه دي بیلې کړې، نو د اصلاحاتو د عملي کولو لړۍ اغیزمنه کېدې شي.

په دغه اړه په اسلام اباد کې د څیړنیزې ادارې فاټا ریسرچ سنټر مشر سیف الله مسود وايي:

''پاکستان کې تل داسې شوي دي چې پلانونه جوړ شي او بیا پرې عمل نه کیږي ، دا پلانونه ریښتیني نه وي ، ځکه چې د هر پلان عملي کولو لپاره وړومبې مالي پنګې او مناسب وخت پکار وي ، خو تر اوسه حکومت دغه دوه خبرې نه دي سپینې کړی ، نو ددې په نتیجه کې به که اصلاحات عملي کیږي هم ، نیمګړي به وي.''

د یادونې وړ ده چې د مسلم لیګ ن په مشرۍ د وفاقي حکومت د خزانې وزیر اسحاق ډارقامي اسمبلۍ ته د کال دوه زره پنځلسم او شپاړسم د بجټ وړاندی کولو په وخت ویلي وو ، چې د اصلاحاتو او قبایلي سیمو د بیا ابادۍ لپاره به ۱۰۰ بلینه روپۍ ورکوي خو نه تراوسه دغه اعلان عملي شوی او نه د تحریک انصاف موجوده حکومت د پنګو ورکولو لپاره صوبې په درې فیصده برخه ورکولو رضا کړي دي.

XS
SM
MD
LG