د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ارمان لوڼي د وژنې په احتجاج کې د کوټې او نورو ښارونو بازارونه بند دي


د کوټې ډېری کاروباري مرکزونه تړلي دي
د کوټې ډېری کاروباري مرکزونه تړلي دي

پراګ - په لورالايي/بوري کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند د یوه غړي د وژنې پرضد نن په دوشنبه/ګل پر ورځ د بلوچستان په ډېری پښتني سیمو کې هړتال او کاربندیز دی. اکثریت دکانونه او کاروباري مرکزونه تړل شوي دي او پر سړکانو هم لږ ګاډي ترسترګو کېږي. امنیتي ځواکونه د ناوړه پېښو مخنیوي لپاره پر لارو کوڅو ګشت کوي.

ګڼو سیاسي ګوندنو، جمعیت علماء اسلام، عوامي نېشنل ګوند، بلوچستان نېشنل ګوند، پاکستان پیپلز ګوند، د وکیلانو اتحادیې او سوداګریزو ټولنو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له لوري د اعلان شوي هړتال او کاربندیز ملاتړ کړی دی.

کوټه کې د هړتال تصویر
کوټه کې د هړتال تصویر

بلخوا د کوټې سیول روغتون ویاند په یوه خپاره کړي بیان کې ویل شوي چي د ارمان لوڼي د وژنې په عدلي طبي رپورټ (پوسټ مارټم) به وخت واخلي.

لاهم د لورلايي پولیس تاڼه د ارمان لوڼي د وژنې پلټنو لومړی راپور (اېف ای ار) نه کاږي. بلخوا د وکیلانو اتحادیې ویلي چې د ارمان لوڼي د وژنې پلټنو لپاره د یوه پارلېماني کمیشن غوښتنه کړې.

دلته داخبره د یادوني وړده چي د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال په لورالايي کې د ارمان لوڼي د وژنې سخت نوټس اخیستی دی او د ژوب کمیشنر ته یې امر کړی دی چې په ۴۸ ساعتونو کې دې د دغه پېښې راپور ورته ور کړي.

کلا سیف الله کې د ارمان لوڼي جنازه
کلا سیف الله کې د ارمان لوڼي جنازه

د فبرورۍ د درېيمې ماښام شوې جنازه کې د غورځنګ مشر منظور پښتين، د قامي اسمبلۍ غړيو محسن داوړ، علي وزير، د پښتونونخوا ملي عوامي پارټۍ يو مشر نواب اياز خان جوګيزي په ګډون ددې ګوند او د غورځنګ نورو مشرانو، غړيو او ځايي خلکو د زرګونو په شمېر کې ګډون وکړ.

ارمان لوڼی
ارمان لوڼی

د جنازې پر وخت پارېدلو کسانو شعارونه ورکول.

د جنازې لمونځ شروع کېدو له مخه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين وينا وکړه.

هغه مستيقما د چا نو وانخيست البته ادعا وکړه چې ارمان لوڼی ځکه ووژل شو چې هغه دده په وينا د بلوچستان په پښتون مېشتو سيمو کې د تشدد د تازه لړۍ پيلولو مخالفت کولی.

د ارمان لوڼي وژنې ضد په بلوچستان کې کاربندیز او احتجاجونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:50 0:00

منظور پښتين زياته کړه: ''دوی په لورالايي کې اول په پولیسو حملې وکړې، کله يې په ځان وکړي، کله مشر، کله ملا او کله ډاکټر ووژني چې مقصد يې دا وي چې خلک له دې حالاتو سره عادت کړي، دوی په دې وطن کې د جنګ فضا جوړوي. ارمان لوڼي ددې مخالفت کاوو، دوی په دې جنګ خيبرپښتونخوا وخوړله، دوی په دې جنګ فاټا وخوړله او اوس يې جنوبي پښتونخوا ته سترګي ته دي خو په والله که دا لوبه دلته راڅخه وکړې.''

علي وزير او د ارمان لوڼي مور
علي وزير او د ارمان لوڼي مور

پردې مهال د پښتون ولسي جرګې مشر نواب اياز خان جوګيزي هم وينا وکړه.

هغه اعلان وکړ چې له سياسي او قبايلي مشرانو سره به تماسونه نيسي او يوه جرګه راغواړي چې پکې به د راتلونکې لپاره يوه تګلاره وټاکل شي.

تردې وړاندې چې کله د کوټې په سول روغتون کې تر طبي معاينې يا پوسټ مارټم وروسته د ارمان لوڼي مړۍ له کوټې څخه کلاسيف الله ته په اېمبولېنس کې په لاره وو نو په بېلا بېلو سيمو کې پارېدلي خلک لارو ته راوتلي ول او شعارونه يې ورکول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو او د پېښې عیني شاهدانو مشال راډیو ته وویل، ارمان لوڼی د فبرورۍ د دوهمې پر ماښام پولیسو د ټوپک په کونداغ پر مغزي وواهه چې له کبله یې هغه ژوبل شو او بیا په روغتون کې ومړ.

ارمان لوڼی ځکه ووژل شو چې هغه دبلوچستان په پښتون مېشتو سيمو کې د تشدد د تازه لړۍ پيلولو مخالفت کولی.
منظور پښتين

نوموړی په بوري يا لورالايي کې تر څلور ورځنۍ درنې یا ناستې ختمېدو وروسته له ملګرو سره روان وو چې په لار کې ورته پولیس ولاړ ول او دی یې ونیولو.

خو د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو دعوه کړې چې ارمان لوڼی د پولیسو د تشدد له وجې نه بلکې د زړه حرکت بندېدو له کبله مړ شوی دی.

دا خبره نوموړي د فبرورۍ پر درېیمه مشال راډیو ته وکړه.

دا په شاوخوا ۲۴ ساعتونو کې لومړی ځل دی چې د بلوچستان حکومت د لوڼي د مړینې په اړه مشال راډيو ته غبرګون ښودلی.

لانګو وویل، د لورالايي پولیس د فبرورۍ پر دوهمه ځکه ورغلي ول چې د غورځنګ ملاتړو او غړو د ۱۴۴مې دفعې خلاف ورزي کوله:

"په لورالايي کې د قانون ۱۴۴مه دفعه نافذه وه او دې کسانو یې سرغړونه کوله نو ځکه پولیس ورغلل. ځايي پولیسو ما ته خپل ابتدايي رپورټ رااستولی دی او ویلي یې دي چې ارمان لوڼی د زړه له دورې مړ شوی. په لورالايي کې تر مړینې وروسته د طبي معاینې (پوسټ مارټم) رپورټ وايي چې د هغه پر بدن د تشدد نښې هم نشته. خو موږ د دې پېښې تفصیلي تحقیقات کوو او تر حتمي رپورټ وروسته به پکې ککړو کسانو ته سزا ورکوو"

د ارمان لوڼي د وژل کېدو پرضد مظاهرې شوي
د ارمان لوڼي د وژل کېدو پرضد مظاهرې شوي

د لوڼي په مړینه احتجاجونه شوي

د لوڼي د وژنې په غبرګون په سوات، پېښور، ډېره اسماعیل خان، ژوب، کوټې، جلال اباد او کابل کې یو شمېر غونډې او مظاهرې شوې دي.

په مینګوره کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼو پلویانو د هغه د وژنې ضد احتجاج کړی او د پلټنو غوښتنه یې کړې.

تر دې مخکې د فبرورۍ پر دویمه، شپې مهال په پېښور کې هم مظاهره شوې.

په جلال اباد او کونړ کې د لوڼي غایبانه جنازې وشوې او په کابل کې یې هم د وژنې پر ضد غونډه شوې.

وړانګه لوڼۍ: ارمان ته معلومه وه چې په مبارزه کې مرګ شته
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:51 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

ارمان لوڼی څوک وو؟

محمد ابراهیم ارمان د وړانګې لوڼۍ ورور وو او د کوټې په ډګري کالج کې د پښتو ژبې استاد وو.

ارمان او وړانګه دواړو د پښتون ژغورنې غورځنګ په هلو ځلو او جلسو کې د ګډون لپاره د هېواد د بېلا بېلو سېمو سفرونه کړي.

ارمان لوڼي د دې غورځنګ له جوړیدو راهیسې پکې فعاله ونډه درلوده.

نوموړی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند فعال غړی وو.

XS
SM
MD
LG